لوبی
د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې اماراتو ته د ۸ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
Afghans bowled out the hosts for 88 runs in the 36.3 overs
د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په دوبۍ کې د درې اړخیزو پنځوس اوره سیالیو په لړ کې متحده عربي اماراتو ته د ۸ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د اماراتو لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۸۹ منډې هدف وټاکه او افغانستان په ۲۱.۲ اورونو کې د دوه لوبغاړو پر سوځېدو ترلاسه کړ.
دا د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې درېیمه بریا ده، چې د دغو سیالیو په لړ کې یې پر برخه کیږي.
افغانستان به د سېشنبې پر ورځ په پای لوبه کې له پاکستان سره مخ شي.
