Connect with us

سوداگري

د افغانستان ګمرکونو د  تېر پر پرتله بې ساري عوايد راټول کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۲, ۱۴۰۱)

ماليې وزارت د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د روان مالي کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کي د هېواد له ګمرکونو څخه ۱۰۰ ميليارد افغانۍ عوايد راټول شوي دي.

 مالیې وزارت په ډاګه کړې، چې له دې مخکي د هېواد د ګمرکونو کلنی عوايد له ۷۲ ميليارد افغانيو لوړ شوي نه ول.

دغه وزارت زیاته کړې: سره له دې، چې په لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي تعرفه ۶۸ سلنې ته راټیټه شوې؛ خو د مالي کال له پای ته رسېدو مخکې د ګمرکونو عواید ۱۰۰ میلیارد افغانیو ته رسېدلي دي.

 د مالیې وزارت دا ډاډ هم څرګند کړی، چې د ګمرکونو په عوایدو کې بې ساری زیاتوالی ښيي، چې په دې وزارت کې مسلکي او ژمن کسان ګمارل شوي، فساد له منځه تللی او د ګمرکونو په چارو کې بشپړ شفافیت رامنځته شوی دی.

 مالیې وزارت د ۱۴۰۱ ل.ل مالي کال ټوله بودجه ۲۳۱ میلیارد افغانۍ ټاکلې وه، چې له ۲۰۳ میلیارد افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارد یې پراختیايي هغه ده.

سوداگري

په کابل کې د ۲۵ میلیون دالرو پر پانګونه د سیرومو کارخونه پرانیستل شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۲)

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د ۲۵ میلیون دالرو پر پانګونه د سیرومو تولیدي کارخونه پرانیستله.

د  تي‌جي‌ال درمل جوړولو کارخونه، چې د چرخي‌پله په صنعتي پارک کې جوړه شوې؛ په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ زره بېلابېلو طبي سیرومو د تولید وړتیا لري. دغې کارخونې څه دپاسه ۱۰۰۰ کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دغې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي: خصوصي سکتور د هېواد په ابادۍ کې ډېر مهم رول لوبولی او ځوانانو ته کاري زمینه برابروي.

هغه له خلکو وغوښتل، چې د هېواد د صنعت د ودې لپاره د هېواد له تولیداتو ګټه واخلي.

په دې مراسمو کې صنعتکارانو هم له سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل، چې صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش، په صنعتي پارکونو کې د برښنا د پرچاوۍ د له منځه وړلو او د هغو توکو د تعرفې د لوړولو په برخه کې پوره پاملرنه وکړي، چې افغانستان پر ځان‌بسیاینې ته راکاږي.

Continue Reading

سوداگري

سپین زر دولتي شرکت ۱۵۰ ټنه وچ روميان اروپا ته صادر کړل

Published

on

(Last Updated On: تله ۹, ۱۴۰۲)

چارواکو د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په کندوز کې سپن زر دولتي شرکت ۱۵۰ ټنه وچ رومیان اروپايي هېوادونو ته صادر کړل.

د یاد شرکت رییس عبدالحمید اخوندزاده په هغه خبرپاڼه کې، چې مالیې وزارت خپره کړې څرګندوي؛ دا د اسلامي امارت لویه لاسته راوړنه ده، چې د افغانستان د سابو اړوند توکي اروپايي هېوادونو ته صادروي.

د یادونې ده، چې سپین زر دولتي شرکت خپلې چارې له ۲۱ کلن ځنډ وروسته د اسلامي امارت له بیا راتګ سره بېرته فعال شو او اوسمهال مالوچ، غوړي، کنجاړه او کاغذي دسمالونه تولید او بازار ته وړاندې کوي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۵, ۱۴۰۲)

د سې شنبې پر ورځ ( د تلې ۴ ) د سوداګرۍ او صنعت وزارت په همکارۍ په هېواد کې د پانګونې د بهیر د ګړندي کولو لپاره د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ دوه اړخیزه ناسته جوړه شوه.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت مطبوعاتي دفتر څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو پر ناالکولي مشروباتو، کریمه ډبرو او منرالونو، کیمیاوي سرې، موټر بیتریو، رخت او نساجۍ، نفتي توکو، اوړو او غنمو، ګرځندوي، رستورانت چلولو او خوراکي توکو بحث او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د قزاقستان سوداګرو او پانګوالو د افغانانو له میلمه‌پالنې مننه وکړه او افغانستان یې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره خوندي ځای او مناسب چاپېریال وباله.

همدارنګه د قزاقستان د خصوصي سکتور پر استازیتوب ارمان یاسین تایوف په کابل، بلخ او کندهار ولایتونو کې د نندارتونونو د جوړولو له هڅو خبر ورکړ او وایي، چې په نږدې راتلونکي کې به په قزاقستان کې د افغانستان د تولیدي صنایعو او دغه راز په قزاقستان کې د افغانستان د تولیداتو نندارتونونه جوړ کړي.

له بلې خوا ارمان یاسین تایوف ويلي، چې افغانستان ته د خپل سفر په بهیر کې به د کابل له سوداګرو او پانګوالو پر لیدنې سربېره به د هرات، بلخ او کندهار ولایتونو له پانګوالو سره هم وګوري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!