روغتيا

د افغانستان یو پر درېیمه برخه اومیدواره میرمنې په ناروغتیايي مرکزونو کې زېږون کوي- یونیسف

له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د اومیدوارۍ او زېږون د مخنیوي وړ ناروغیو له کبله مري.

Published

on

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې د افغانستان یو پر درېیمه برخه اومیدواره میرمنې له روغتیايي مرکزونو پرته په نورو ځایونو کې زیږون کوي.

دې ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې یوازې ۶۷ سلنه زېږېدنې د مسلکي روغتیاپالو پر مرسته ترسره کېږي.

یونیسف زیاته کړې؛ اومیدواره میرمنې باید له زیږون مخکې لږ تر لږه څلور ځله معاینه شي، خو یوازې یو پر درېیمه برخه میرمنې د معاینې لپاره روغتیایي مرکزونو ته نځي.

دې ټولنې ویلي، چې له روغتیايي مرکزونو بهر او یا د روغتیايي څانګوالو(متخصصینو ) له مرستې پرته د ماشوم زېږول د مور ژوند له پوره خطر سره مخ کوي.

له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د اومیدوارۍ او زېږون د مخنیوي وړ ناروغیو له کبله مري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده.

اړوند خبرونه:

په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان مري – د روغتیا نړیواله ټولنه

تېر کال کې د زیږون پرمهال شاوخوا ۶۰۰ میندې مړې شوي

Trending

Exit mobile version