تازه خبرونه
د افغانستان یو پلاوي له امریکايي پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ
نن چارشنبه د چنګاښ ۸ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي مولوي امیر خان متقي پر مشرۍ یو کاري پلاوی له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره د دوحې پر لوري روان شو.
له متقي سره په دې سفر کې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک چارواکي هم مل دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد ويلي، دغه پلاوی به د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره وګوري.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې غونډه کې به پر سياسي، اقتصادي او بانکي مسايلو خبرې وشي.
د واشنګټن پوست لخوا د افغانستان د درې اعشاریه پېنځه میلیارد دالرو پانګې آزادولو ته د امریکا د لیوالتیا د راپور له خپرېدو وروسته د افغان چارواکو لوړپوړی پلاوی قطر ته روان شو.
واشنګټن پوست ویلي، چې امریکا غواړي دا درې اعشاریه پېنځه میلیارد دالر داسې آزاد کړي، چې د اسلامي امارت چارواکي پرې کنټرول ونلري.
د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ له آزادېدو هرکلی کوي او زیاتوي، چې په دې اړه مو له امریکا سره خبرې روانې پاتې دي.
د افغانستان بانک ویاند محمد صابر مومند وایي: مونږ له ټولو هغو اقداماتو هرکلی کوو، چې پر بنسټ يې د افغانستان کنګل شوې پانګه آزاد یږي. په دې اړه مونږ له امریکا سره پخوا هم خبرې کړې وي.
د افغانستان د خصوصي سکتور غړي او اقتصادي شنونکي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ آزادیدو ته هیله مند دي او وايي، چې د هېواد په اقتصادي حالت کې به مثبت اغېز ولري.
د صنایعو او کانونو خونې عمومي مشر شېرباز کمین زاده وایي: مونږ د امریکا او افغانستان اسلامي امارت له دې هڅې هرکلی کوو او دا به د افغانستان د اقتصاد لپاره خورا ښه او ګټوره پایله ولري او په هېواد کې به مو اقتصادي خوځښت رامنځته کړي.
اقتصادي شنونکی تاج محمد تلاش وایي: مونږ ګورو، چې د افغانستان د دغو پیسو د بندیو له کبله د افغانستان ولس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی او ټول اقتصادي او پراختیایي پروګرامونه پر ټپه ولاړ دي.
افغانستان، چې نه یوازې د تېر حکومت پر مهال په اقتصادي بحران کې ډوب و، بلکې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره امریکا د افغانستان څه باندې نهه میلیارد دالر پانګه هم کنګل کړه او دا دی په پکتیکا او خوست کې وروستیو زلزلو یو بل ناورین رامنځته کړ او امریکا اړ شوه، چې د افغانستان له زلزلې خپلو سره د ۵۵ میلیونه ډالرمرسته اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن پوسټ د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړه؛ امریکایي چارواکي د اسلامي امارت له مشرتابه سره پر یوه داسې میکانیزم کار کوي، چې حکومت د افغانستان بانک د زیرمو سرور د لوږې له ناورین سره د مبارزې لپاره وکاروي او د بشري ناورین له اغېزو پرې مخنیوی وکړي.