لوبی
د افغانستان ۱۹ کلنو په درې ملتیزه سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه
دا لوبه د جمعې پر ورځ( د لړم پېنځهویشتمه / د نومبر پېنځلسمه ) په دوبۍ کې ترسره شوه، چې د دې سیالیو یا ټورنمنټ کوربه دی.

د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د درې ملتیزې ۵۰ اووریزې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې د پاکستان ۱۹ کلنو لوبغاړو ته د ۱۰۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه د جمعې پر ورځ( د لړم پېنځهویشتمه / د نومبر پېنځلسمه ) په دوبۍ کې ترسره شوه، چې د دې سیالیو یا ټورنمنټ کوربه دی.
افغانستان د دې لوبې د پچې له بایللو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او مقابل لورې ته یې د اته لوبغاړو پر سوځېدو د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.؛ خو د پاکستان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۷ اوور کې د ۲۰۶ منډو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.
د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله به د دوشنبې پر ورځ ( د لړم اتهویشتمه / د نومبر پر اتلسمه ) د درې اړخیزو سیالیو په دوهیمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو سره مخ شي.
لوبی
په فوټسال غوره لیک کې اتحاد زیتون او صداقت جوانان میهن ته ماتې ورکړه
د فوټسال مینهوال کولی شي ټولې دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

په افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو کې د پنجشنبې پر ورځ دوه پر زړه پورې سیالۍ ترسره شوط دي.
د دې سیالیو په څلورشپېتمه لوبه کې اتحاد افسي د زیتون افسي پر وړاندې ۴ پر صفر بریالۍ لوبه ترسره کړه.
په پېنځهشپېتمه لوبه کې صداقت لوبډلې د جوانان میهن پر وړاندې ۱۰ پر ۱ ۱ بریا ترلاسه کړه.
د جمعې د ورځې مهالوېش:
– امید افسي د آریا فورج پر وړاندې له غرمې وروسته ۳:۳۰ او پیروزي پنجشېر د نورزاد لوبډلې پر وړاندې مازیګر ۵:۴۵ .
د فوټسال مینهوال کولی شي ټولې دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
لوبی
په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې صداقت او نورزاد لوبډلو سیالۍ وګټلې
مینهوال کولی شي دا سیالۍ په آریانا ټلویزیون ATN کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وګوري.

په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې د سېشنبې پر ورځ دوه لوبډلو بریالۍ سیالۍ ترسره کړې؛ په شپېتمه لوبه کې صداقت افسي زیتون لوبدلې ته ۲ بر ۱ زړهراکښونکې ماتې ورکړه او یوښپېتمه لوبه نورزاد لوبډلې له آریا فورج څخه ۲ د ۱ پر توپیر وګتله.
د چارشنبې پر ورځ به پیروزي پنجشېر د ظاهر اسد افسي پر وړاندې له غرمې وروسته ۳:۳۰ ولوبیږي او امید لوبډله له دیار سنايي سره د مازیګر پر ۵:۴۵ لوبه وکړي.
مینهوال کولی شي دا سیالۍ په آریانا ټلویزیون ATN کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وګوري.
لوبی
امید فوټسال لوبډله له جوانان میهن سره مساوی او اتحاد ۳ پر ۱ پیروزي پنجشېر وګاټه
په اتهپنځوسمه لوبه کې امید او جوانان میهن لوبډلې یوه د لیدو وړ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورساوه. سره له دې، چې ګټونکی یې نه درلود؛ خو لوبه د تخنیکي او سپورټي لېوالتیا له کبله ډېره لیدونکې وه، چې لیدونکي یې تر وروستۍ شېبې پورې بوخت وساتل.

د افغانستان فوټسال غوره لیګ د دوشنبې پر ورځ په کابل کې اتهپنځوسمه او نههپنځوسمه زړهراکښونکې دوه سیالۍ تر سره کړې.
په اتهپنځوسمه لوبه کې امید او جوانان میهن لوبډلې یوه د لیدو وړ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورساوه. سره له دې، چې ګټونکی یې نه درلود؛ خو لوبه د تخنیکي او سپورټي لېوالتیا له کبله ډېره لیدونکې وه، چې لیدونکي یې تر وروستۍ شېبې پورې بوخت وساتل.
په نههپنځوسمه لوبه کې اتحاد لوبډلې وکولی شول، چې پیروزي پنجشېر افسي ته د ۳ د ۱ پر توپیر ماتې ورکړي.
دې بریا اتحاد ته درې ارزښتناکې نمرې پر بخه کړې او د سیالۍ په جدول کې یې د لوبډلې ځای لوړ کړ.
د سېشنبې د لوبې مهالوېش:
صادقت د زیتون پر وړاندې ماسبښین مهال ۳:۳۰
دغه راز نورزاد د آریا فورج پر وړاندې د مازیګر ۵:۴۵
د سیالیو مینهوال کولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.
دا ژوندۍ خپرونه د کورنیو لوبو د ودې او د هېواد له فوټسال استعدادونو څخه د ملاتړ لپاره یو اړین ګام ګڼل کیږي.
لکه څنګه، چې د لیګ اړین پړاوونه نږدې کیږي؛ سیالي رالندیږي او هره لوبه کولی شي د لوبډلو برخهلیک بدل کړي.
-
تازه خبرونه5 days ago
د خیبر پښتونخوا حکومت په کابل کې د سرطان روغتون د جوړولو لهپاره د مرستې وړاندیز وکړ
-
تازه خبرونه5 days ago
چین د بګرام پر هوایي اډه کنترول نلري – زلمی خلیلزاد
-
تازه خبرونه3 days ago
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودجې له کمښت خبرداری ورکړ
-
نړۍ4 days ago
په غزه کې د اوبو وېش پر مهال د ۲۰ ماشومانو مرګ او ژوبله تخنیکي تېروتنه وه
-
سوداگري4 days ago
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم نږدې ۲ میلیارډ ډالرو ته ورسېد
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانانو بېسارې راستنېدا بېړنی نړیوال اقدام غواړي – یوناما
-
لوبی4 days ago
په فوټسال غوره لیګ کې ظاهر اسد او آریا فورج مساوي او نورزاد ۸ پر ۲ دیار سنايي ته ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
امید فوټسال لوبډله له جوانان میهن سره مساوی او اتحاد ۳ پر ۱ پیروزي پنجشېر وګاټه