روغتيا
د افغانستان ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه به د بودجې د نشتوالي له کبله وتړل شي
په راپور کې راغلي، چې په میلیونونه خلک د زیان منونکو ډلو په ګډون لکه ښځې، ماشومان، زاړه، کډوال او راستنېدونکي به له دې حیاتي خدماتو څخه بې برخې پاتې شي. د دې مرکزونو له تړلو سره، میندې به خوندي زیږون ته لاسرسی ونلري، ماشومان به ژوند ژغورونکو واکسینونو ته له لاسرسی بې برخې شي او ټولنه به د وژونکو ناروغیو له خپرېدو څخه خوندي پاتې نشي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیواله ټولنه وايي؛ د بودجې د کمښت له کبله به د اړینو روغتیايي خدماتو ۸۰ سلنه له لاسه ورکړي او ورسره به ۱.۸ میلیون نور افغانان اساسي روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي بې برخې شي.
په راپور کې راغلي، چې په میلیونونه خلک د زیان منونکو ډلو په ګډون لکه ښځې، ماشومان، زاړه، کډوال او راستنېدونکي به له دې حیاتي خدماتو څخه بې برخې پاتې شي. د دې مرکزونو له تړلو سره، میندې به خوندي زیږون ته لاسرسی ونلري، ماشومان به ژوند ژغورونکو واکسینونو ته له لاسرسی بې برخې شي او ټولنه به د وژونکو ناروغیو له خپرېدو څخه خوندي پاتې نشي.
له هغې وروسته، چې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د بودجې د نشتوالي له کبله وتړل شول او ۱.۶ میلیون خلکو د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ژوند ژغورونکو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړ؛ په افغانستان کې د روغتیا نړیواله ټولنه اوس اندېښنه ښیي، چې د بودجې د نشتوالي له کبله شونې ده، چې د اړینو روغتیايي خدماتو ۸۰ سلنه، چې دا اداره یې ملاتړ کوي وځنډول شي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په راپور کې راغلي: “په افغانستان کې د روغتیا نړیواله ټولنه پدې اړه ژوره اندېښنه لري، چې د بودجې کمښت به د ۸۰ سلنه اړینو روغتیايي خدماتو د بندیدو لامل شي. په میلیونونه خلک، د زیان منونکو خلکو په ګډون لکه ښځې، ماشومان، زاړه، بې ځایه شوي خلک او راستنېدونکي، به حیاتي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي له لاسه ورکړي.
د روغتیا نړیواله ټولنه وايي، چې د افغانستان په شمال، لویدیځ او شمال ختیځ کې له درېیمې برخې څخه زیات روغتیايي مرکزونه، چې تر ټولو ډېر زیانمن شوي، تړل شوي او د بشري ناورین له احتمالي خطر سره مخ شوي دي.
د دې ټولنې اوسنی ملاتړ د میلیونونه افغانانو لپاره د اړینو روغتیايي خدماتو د ساتلو لپاره کافي ندی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوالې ټولنې د اندېښنې په اړه څه ندي ویلي؛ خو له دې مخکې یې ویلي وه، چې دوی غواړي د هېواد په لرې پرتو سیمو کې نور روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
