تازه خبرونه

د افغان شخصیتونو د راستنولو کمیسیون کړنلاره تصویب شوه

Published

on

چارواکو ويلي، چې هېواد ته د افغان شخصیتونو د بېرته راستنولو کمیسیون کړنلاره تصویب شوې او ډېر ژر به اعلان شي.

له افغان شخصیتونو سره د خبرو او هېواد ته یې د بېرته راستنولو کمیسیون د سپیدارماڼۍ د لومړي وزیر په سیاسي دفتر کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د کمیسیون غړيو خپله کاري لایحه تصویب کړه، چې له عمومي کیدو او اعلانیدو سره به په رسمي ډول خپل کار پیل کړي.

د اسلامي امارت د سیاست شنونکي حسن حقیار ویلي؛ په دې کمیسیون کې به له ټولو مخورو شخصیتونو سره، که هغه ښځې وي او که نرینه اړیکې ونیول شي او کمیسیون چمتو دی، چې وطنپاله مخکښ شخصیتونه بېرته هېواد ته راستانه کړي.

یو شمېر سیاسي هڅاندو سره دا پوښتنه رامنځته شوې، چې آیا سیاسي څېرې یوازې د عادي ژوند لپاره هېواد ته راغوښتل کیږي او که په حکومت کې د سیاسي فعالیت او ګډون لپاره ورته  زمینه برابرېږي؟!

سیاسي هڅاند سید جواد حسیني وایي: مونږ له امارت ( اسلامي امارت) غواړو، چې د کمیسیون د پروګرام د عملي کولو لپاره هغو سیاسیونو ته کاري زمینه او د فعالیتونو آسانتیاوې رامنځ ته کړي، چې له هېواده وتلي او د هر چا د راستنیدو تضمین باید وړاندې شي؛ ځکه هر څوک باید ځان د حکومت په هېنداره کې وویني.

د افغانستان په ګاونډ کې ایران، چې د یو شمېر سیاسي څېرو کوربه هم دی، یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

په دې وروستیو کې د  د سیاستوالو د راستنولو د کمیسیون غړي انس حقاني ویلي، چې شاوخوا ۵۰ پخواني حکومتي چارواکي افغانستان ته راستانه شوي او د نورو سیاسي شخصیتونو د بېرته راوستلو هڅې هم روانې دي.

Trending

Exit mobile version