Connect with us

تازه خبرونه

د افغان ـ امریکا خبرې پر اقتصاد، بشري حقونو، د مخدره توکو د قاچاق پر مخنیوي را وڅرخېدې

خپور شوی

د

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په قطر کې له دوه ورځنیو خبرو وروسته د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې امریکایي چارواکي له اسلامي امارت سره پر اقتصادي ثبات او د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په اړه تخنیکي خبرو اترو ته چمتو دي.
افغان پلاوي د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو او مشرانو څخه د سفرونو او نورو محدودیتونو د لرې کولو او په بهر کې د افغانستان بانک د شتمنیو د بېرته راستنیدو غوښتنه وکړه.
پر ۲۰۲۱ ز. کال د جمهوریت له نسکورېدو سره امریکا په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې ووېستل او دیپلوماتیکې اړیکې یې ودرولې؛ د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او مرستې وځنډول شوې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او ان اوس هم، چې ځینې بندیزونه لرې شوي؛ خو بیا هم افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران په اړه ژوره خواشيني ښودلې او په یوه اعلامیه کې یې څرګنده کړې؛ امریکايي پلاوي له طالبانو غوښتي، چې د نجونو منځنۍ زده‌کړې او د میرمنو کار کولو بندیز لرې او بندي شوي امریکایان خوشې کړي.
امریکايي پلاوي د اسلامي امارت له استازیو سره پر اقتصادي حالت او د بانکي سکتور پر ننګونو هم خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي امريکايي چارواکو د انفلاسیون کمېدو او په ۲۰۲۳ ز. کال کې د صادراتو او وارداتو د ودې په اړه د اسلامي امارت معلومات مثبت ارزولي او د افغانستان د اقتصادي ثبات په اړه يې نورو تخنيکي بحثونو ته هم چمتووالی څرګند کړ.
 
رویترز راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت ډېري مشران بهر ته د سفر لپاره د ملګرو ملتونو اجازې ته اړتیا لري او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان بانکدارۍ سکتور هم د بندیزونو له کبله زیانمن شوی دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې په دې ناسته کې د دواړو لوریو تر منځ د باور جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخيستلو، تورنوملړ او بندیزونو لرې کولو، د افغانستان بانک زېرمو آزادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا دواړه غوښتنې د دې لپاره دي، چې افغانان وکولی شي له بهرنیو مرستو پرته سیاسي او اقتصادي وده او پراختیا رامنځته کړي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د افغانستان بانک شاوخوا اووه میلیارد دالر پانګه د نیویارک په فدرالي بانک کې کنګل شوه، چې اوس یې نیمایي برخه په سویس کې له بانکي ارزښتونو برخمنه خوندي شوې ده.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان بانک تر دې دمه هېواد ته د دغو شتمنیو د بېرته راستنولو په اړه د امریکا د ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی.

تازه خبرونه

د م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دې بندیزونو د میلیونونو اړو خلکو لپاره د اړینو بشري خدماتو وړاندې کېدا له پوره خطر سره مخ کړې ده.

Published

on

درې میاشتې وشوې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو افغان ښځینه کارکوونکې د اسلامي امارت له‌خوا د کار اجازه نلري.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ دې بندیزونو د میلیونونو اړو خلکو لپاره د اړینو بشري خدماتو وړاندې کېدا له پوره خطر سره مخ کړې ده.

سره له دې، چې ښځې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د حاضرۍ اجازه نلري؛ خو افغان ښځینه کارکوونکې په سیمه‌ییزو ټولنو کې د لرې(انلاین) فعالیتونو له لارې خپل اړین کارونه ترسره کوي. هغوی د هېواد په ختیځ او شمال کې د وروستیو زلزلو له اغېزمنو کورنیو سره مرسته کړې، له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو زرګونو کسانو ملاتړ یې کړی او د خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي پاملرنې، سرپناه، ښه ژوندانه ته د شرایطو برابرولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت پروګرامونو په څېر ضروري خدمتونه یې ترسره کړي دي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې د دغو بندیزونو دوام د هېواد پر کچه د میلیونونو وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي: «افغان ښځې د ملګرو ملتونو د کاري هڅو نه بېلېدونکې برخه ده. افغان ښځو او نجونو ته د لاسرسي او هغوی ته د کلتوري اړتیاوو له مخې د مرستو رسولو لپاره د ښځو شتون اړین دی. مرسته باید د ښځو له‌خوا ښځو ته ورسېږي.»

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له دې بندیز سره خپل مخالفت څرګند کړی او دا بندیز یې د بشري حقونو او برابریو په اړه د دې ټولنې له بنسټیزو غوښتنو سره په ټکر کې بللی دی. دې بنسټ ټینګار کړی، چې دا بندیزونه په افغانستان کې د دوی ماموریتي چارې کمزوری کوي.

د روانو بندیزونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو لنډمهاله عملياتي بدلونونه رامنځته کړي او پدې هم غور کوي، چې څنګه خپلې بشري چارې روانې وساتي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له اسلامي امارت وغوښتل، چې دا بندیز لرې کړي؛ ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو ته په دفترونو کې خوندي او له ‌خنډ پرته د کار کولو زمینه برابر کړي، چې دا کار د هېواد پر کچه اړمنو ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو لپاره ډېر اړین دی.

د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه پدې اړه څه ندي ويلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سيمه‌ييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوه‌یمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د فورم لومړۍ ورځ د نړۍ پر اوسنیو بحرانونو، د منځګړیتوب په برخه کې د قطر رول، د جګړه ځپلې غزې، اوکراین، سوډان، سوریې او نورو ګرمو نړیوالو مسلو را وڅرخېده.

Published

on

د ۲۰۲۵ دوحې فورم د دوه‌یمې ورځې په درشل کې، چې نن له ۱۶۰ هېوادونو څخه د شاوخوا ۵۰۰۰ استازو په ګډون ترسره کیږي؛ د افغانستان د مخ پر ودې رول په اړه د نړۍ د تمرکز زیاتېدا ښیي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوه‌یمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د فورم لومړۍ ورځ د نړۍ پر اوسنیو بحرانونو، د منځګړیتوب په برخه کې د قطر رول، د جګړه ځپلې غزې، اوکراین، سوډان، سوریې او نورو ګرمو نړیوالو مسلو را وڅرخېده.

د جلالي د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې نن د دوحې د روان فورم پر مهال د سیمې په نښلولو کې د افغانستان د رول په اړه یو ځانګړی وحث وشي. په دې ناسته کې به د افغانستان له لوري د درېیمې سیاسي څانګې رییس عبدالحی قانت، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت‌الله ایرګاشیف او د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی فیصل بن عبدالله ګډون وکړي.

هغه ټینګار کړی؛ قطر په وروستیو کلونو کې د منځګړیتوب او شخړو د سوله‌ییز حل یوه بریالۍ بېلګه وړاندې کړی، چې افغانستان یې څرګند بېلګه ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دوحې فورم له لوري د افغانستان موضوع ته د سیمې د نښلولو، پرمختګ او اقتصادي همکاریو په چوکاټ کې پاملرنه ښیي، چې نړیوال لید له پخواني امنیتي او بحراني روایت څخه د فرصت، پرمختګ او سیمه‌ییزې نښلېدا پر لوري د بدلون په حال کې دی.

دا بدلون د افغانستان او ټولې سيمې لپاره د يوه نوي فرصت دروازه پرانيزي؛ هغه فرصت، چې د تعامل لپاره پاملرنه، ژورتيا او لرلید غواړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر سپین بولډک د پاکستان پوځیانو په برید کې د مرګ او ژوبلې شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شو

دا برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سعودي کې د سولې د خبرو اترو له نوي پړاو څخه دوه ورځې وروسته رامنځته شو، چې دواړه خواوو د اوربند پر دوام هوکړې وکړې.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱۶, ۱۴۰۴

سرچینې آریانا نیوز ته ويلي، چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ په برید کې پېنځه ملکي وګړي وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.

دا برید د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سعودي کې د سولې د خبرو اترو له نوي پړاو څخه دوه ورځې وروسته رامنځته شو، چې دواړه خواوو د اوربند پر دوام هوکړې وکړې.

په سعودي عربستان کې وروستۍ خبرې اترې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان له‌خوا په اوکټوبر کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې له مرګونو نښتو وروسته د تاوتریخوالي کمولو په موخه د ترسره شویو غونډو په لړ کې وروستۍ وې. د اوکټوبر په نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول.

اسلام‌آباد ادعا کوي، چې په افغانستان کې میشتو وسلوالو په پاکستان کې وروستي بریدونه ترسره کړي دي.

کابل دا تور ردوي او وايي، چې د پاکستان دننه د امنیت د تامین مسوولیت نشي اخیستلی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني وروستیو بریدونو په اړه ویلي، چې افغان ځواکونو د دې بریدونو ځواب ورکړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!