تازه خبرونه

د افغان کډوالۍ مخنیوی د مسکو فارمټ د اجنډا یوه برخه وه – ایران

هغه ټینګار کړی، چې ګاونډ هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د همکارۍ او د افغانستان د بیارغونې لپاره د لازمو شرایطو رامنځته کېدا ته په دې سیمه‌ییز نوښت کې راټول شوي وه.

Published

on

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ويلي، د مسکو د شپږمې غونډې یوه مهمه موضوع د افغانانو د کډوالۍ مخنیوی و.

هغه ټینګار کړی، چې ګاونډ هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د همکارۍ او د افغانستان د بیارغونې لپاره د لازمو شرایطو رامنځته کېدا ته په دې سیمه‌ییز نوښت کې راټول شوي وه.

حسن کاظمي قُمي له ایرنا خبري سرچینې سره په خبرو کې ویلي؛ دغه غونډه د تېرې جمعې پر ورځ په مسکو کې د ۱۰ هېوادونو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبتالي امیر خان متقي په ګډون ترسره شوه.

هغه زیاته کړې: په نړیوال ډګر او په ځانګړي توګه په فلسطین او لبنان کې له روانو بدلونونو سره – سره، د افغانستان موضوع اوس هم له سیمه‌ییزو لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.

په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر دا ټینګار هم کړی، چې د ګاونډ هېوادونو وړتیاوې او سیمه‌ییزې همکارۍ له اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي، چې پر ستونزو بریالی شي.

د ایرنا د راپور له مخې؛ په دې غونډه کې د چاپېریال امنیت هم یو له سیمه‌ییزو اندېښنو څخه ګڼل شوی دی.

د مسکو فارمټ ناسته د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ازبکستان او افغانستان د ځانګړو استازو او لوړ پوړیو چارواکو په حضور کې جوړه شوه او د سیمه‌ییزامنیت د ټینګښت، مهاجرت د کمېدا په اړه او د افغانستان اقتصادي او ټولنیزو شرایطو ښه کېدا ته د حل لارو پر لټون راوڅرخېدله.

Trending

Exit mobile version