د هوا حالاتو بدلونونه
د اقلیم بدلون د افغانستان يو شمېر خلک له خپلو کورونو بېځایه کېدو ته اړ کړل
د ماشومانو ژغورنې ټولنې د خلکو د بې ځایه کیدو پړه پر طبیعی پېښو واچوله او زیاتوي: په هرو اووه افغانانو کې یو یې له اوږدمهاله بېځایه کیدنې سره مخ دی، چې دا په سویلي آسیا کې تر ټولو لوړ او په نړۍ کې دوهیم نمبر دی.
د ماشومانو د ژغورنې ټولنې د سېشنبې پر ورځ (د زمري شپاړلسمه) په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د روان کال له لومړیو شپږ میاشتو راپدېخوا سختو اقلیمي پېښو لږ تر لږه ۳۸ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
دا شمېر د تېر کال پر پرتله لوړ شوی دی.
دې ټولنې زیاته کړې، چې د بېځایه شویو شاوخوا نیمایي یې ماشومان دي.
د داخلي بېځایه شویو کسانو د مرکز (IDMC) د معلوماتو شننه ښیي، چې د وچکالۍ، سختې ګرمۍ، سیلابونو، د ځمکې ښویېدنې، واورې ښویېدنې او توپانونو له کبله د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د بېځایه شویو شمېر د ۲۰۲۳ کال پر پرتله زیات و.
دغه معلومات ښيي، چې په افغانستان کې له خپلو کورونو څخه د بېځایه شویو کسانو نیمایي برخه ماشومان دي.
د ۲۰۲۳ ز. کال په پای کې افغانستان د نړۍ په هېوادونو کې د اقلیمي آفتونو له کبله د بې کوره د (۷۴۷ زره ۹۴) ماشومانو تر ټولو لوی شمېر درلود.
د ماشومانو ژغورنې ټولنې د خلکو د بې ځایه کیدو پړه پر طبیعی پېښو واچوله او زیاتوي: په هرو اووه افغانانو کې یو یې له اوږدمهاله بېځایه کیدنې سره مخ دی، چې دا په سویلي آسیا کې تر ټولو لوړ او په نړۍ کې دوهیم نمبر دی.
افغانستان د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې شپږم؛ خو ډېر زیانمنونکی هېواد دی او له هغو هېوادونو څخه یو دی، چې د کړکیچ او ناورین له اغېزو سره د سمون او مقابلې لپاره تر ټولو لږ وړتیا لري.
د ماشومانو ژغورنې ټولنې ويلي؛ ماشومان ساعتونه – ساعتونه مزل کوي، چې له ډنډونو څخه اوبه کور ته راوړي. هغه ډنډونه، چې حیوانات هم ترې ګټه اخلي؛ د ناروغۍ د خپرېدو لامل کیږي.
په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې ټولنې مشر ارشاد ملیک ویلي: د اقلیم ناورین په افغانستان کې بشري ناورین ته لمن وهي. دا خلک مجبوروي، چې خپل کورونه پریږدي، د اوبو سرچینې ویجاړوي او ماشومان له ښوونځيو راګرځوي. دا د ماشومانو ژوند بدلوي.
هغه زیاته کړې، چې د ۶۰ کلنو پر پرتله په افغانستان کې به ماشومان ۵ اعشاریه ۳ برابره له وچکالۍ سره مخ شي.