تازه خبرونه

د اقلیم بدلون په اړه مالي مرستو ته د افغانستان د لاسرسي غوښتنه وشوه – رویټرز

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اقلیم د بدلون له کبله زیانمن شوی؛ په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ له پیل راپدېخوا په دې برخه کې هیڅ راز مرسته ترلاسه کړې نده.

Published

on

رویټرز د ملګرو ملتونو د دوه چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ دا ټولنه هڅه کوي، چې افغانستان د اقلیم د بدلون له اغېزو سره د مبارزې لپاره مالي مرستو ته لاسرسی پیدا کړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اقلیم د بدلون له کبله زیانمن شوی؛ په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ له پیل راپدېخوا په دې برخه کې هیڅ راز مرسته ترلاسه کړې نده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر ډیک ټرینچارډ ویلي: په افغانستان کې د اقلیم په اړه هیڅوک منفي نظر نلري. د افغانستان په هر ځای کې د اقلیم د بدلون او د چاپېریال اغېزې لیدل کیږي.

د ملګرو ملتونو دوه ادارې اوسمهال د هغو وړاندیزونو پر چمتو کولو بوختې دي، چې تمه ده په راتلونکي کال کې به له افغانستان سره د شاوخوا ۱۹ میلیون ډالر مرستې ترلاسه کړي.

له دغو څانګو څخه یوه هم د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره ده، چې د ۱۰ میلیون ډالرو پر ارزښت به له یوې پروژې ملاتړ وکړي. دا پروژه به د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د څړځایونو، ځنګلونو او اوبو لګولو سیمو مدیریت ته وده ورکړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام هیله لري، چې له کلیوالو خلکو سره د مرستې لپاره ۸ اعشاریه ۹ میلیون ډالر ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازي سټیفن روډریکوز ویلي: مونږ د شنه اقلیم صندوق په ګډون د اقلیم په برخه کې له ټولو لویو تمویلوونکیو بنسټونو سره خبرې کوو، چې خنډونه لري او داسې لارې پرانیزي، چې په افغانستان کې واکمن د غو مرستو لګولو ته لاسرسی ونلري.

د اسلامي امارت چارواکو سږ کال د لومړي ځل لپاره په باکو کې د اقلیم د بدلون په اړه په نړیواله غونډه کې ګډون کړی دی.

د چاپېریال ساتنې او پراختیا د زده کړو موسسې مسوول عبدالهادي اڅکزي ویلي، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت حضور به د افغانستان او نړیوالو مرستندویانو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version