Connect with us

تازه خبرونه

د امام ابو حنیفه (رح) دوه‌يم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

خپور شوی

د

د امام ابو حنیفه (رح ) د دوه‌یم ملي او نړیوال نندارتون د پرانستې مراسمو ته د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله اخوند زاده په خپل پیغام کې څرګنده کړې؛ د خصوصي سکتور ټول سوداګر باید د هېواد د اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره ګډه پانګونه وکړي او خپل هېواد پخپله له اقتصادي بحران څخه راوباسو. بل چاته ونه ګورو؛ ځکه دا زمونږ هېواد دي پخپله يي باید ودان کړو.

د هېواد اقتصادي مرستیال ملا برادر زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا تر ټولو لوی نندارتون دی، چې له ۶۰۰ څخه په ډېرو غرفو کې بېلا بېل صنعتي او کرنیز توکي نندارې ته وړاندې شوي
دي.
نوموړی وایي؛ په دغه نندارتون کې د شانګهای ټولنې هم د ګډون غوښتنه کړې ده، چې اسلامي امارت د یادې ټولنې له دې اقدامه هرکلی کوي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې د اسلامي امارت له راتګ سره امنیت ټینګ شوی او په ټول هېواد کې پانګونې او د کانونو د راایستلو ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې، چې له برکته یې افغانستان د بیارغېدو مرحلې ته داخل شوی دی.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو ته ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان د ترانزیت لپاره تر ټولو خوندي لار ده او په دغه برخه کې یې د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو سربېره د لویو لارو بیارغونه هم پيل کړې، چې ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې د سالنګ او کابل-کندهار لویو لارو د بیارغونې چارو پرانیسته ده.
هغه په هېواد کې دننه د سوداګرۍ د پراخېدو او د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو په اړه په ډاګه کړې، چې په تېر نږدې وخت کې یې د همدې موخې لپاره په روزګان او زابل ولایتونو کې د سوداګرۍ خونې پرانیستې دي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته یې هدایت وکړ، چې په بغلان ولایت کې هم ژر تر ژره د سوداګرۍ خونه پرانیزي او لازم تشکیل ورته برابر کړي.
نوموړي ټولو افغان او بهرنیو پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي او  له ټولو هغو امتیازاتو برخمن شي، چې افغان پانګوالو ته ورکول کېږي.
د امام ابو حنیفه (رح) دوهم ملي او نړیوال نندارتون د اسلامي امارت پر ملاتړ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري افغان محصولاتو او تولیداتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګوالو ملاتړ، د ملي او نړیوالو سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هېوادوالو ته د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندلو په موخه جوړ شوی، چې په سلګونه غرفو کې بېلا بېل کرنیز، ساختماني، لاسي صنایع، طبي وسایل، درمل او نور ملي محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
په دغه نندارتون کې پر کورنیو صنعتکارانو سربېره د ایران، ترکمنستان، ترکیې، پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو صنعتکارانو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې غړې ويلي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې خصوصي سکتور ته اهمیت ورکوي. په ځانګړي توګه هغو میرمنو ته، چې کورني اقتصادي مسوولیتونه پر غاړه لري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولني استازې رافایلا لودیس ویلي: زما له نظره اقتصادي ستونزې اوس هم  شته؛ خو خوشحاله یم، چې په دې  نندارتون کې  میرمنې هم شته او میرمنې د یوه هېواد په  اقتصاد کې مثبت  رول ترسره کولی شي.

د سکتوري وزارتونو مسوولینو هم ويلي،  چې په هېواد کې د کورنیو تولیداتو او اقتصادي فعالیتونو او پانګونې  د پراختیا لپاره ترټولو ښه زمینه برابره شوې، چې باید په دې برخه کې خصوصي سکتور پانګونه زیاته کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نور الدین عزیزي وایي: زمونږ په هېواد کې اوس له بل هروخت څخه اقتصادي فعالیتونو ته ښه زمینه برابره شوې او باید، چې په دې سکتور کې ډېرې هڅې وشي او ډېر کار تر سره شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت چارسمبالي عطا الله عمري ویلي: مونږ د کرنې په برخه کې د پانګونې لپاره لوړ ظرفیت لرو او په دې برخه کې مو د پانګونې لپاره زمینه جوړه کړې ده.

د خصوصي سکتور غړي له اسلامی امارته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د کورنیو تولیداتو د پراختیا او د ترانزیت لپاره دې سکتور ته اسانتیاوې زیاتې کړي.

د سوداګرۍ اوپانګونې خونې مرستیال محمد یو نس مومند وایي: اسلامې امارت له اقتصادي سکتوره کلک ملاتړ کوي. نږ دې ټولو هېوادونو او اروپايي ټولني هیله څرګنده کړې، چې له افغانستان سره ښه اقتصادي تعاملات تر سره کړي.

د صنایعو خونې رییس شېر باز کمین زاده وایي: له اسلامي امارته زمونږ غوښتنه داده، چې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي، چې په هېواد کې کورنی محصولاتو لپاره بازار او مارکیت برابر شي.

د دې نړیوال نندارتون له ۶۰۰ غرفو څخه، چې ۱۲۰ یې  د متشبثو میرمنو دي او په پاتي نورو هغو کې د افغان سوداګرو په ګډون د ایران، ترکیې، ترکمنستان او پاکستان سوداګرو خپل تولیدي توکي نندارې ته ایښي دي.

د یادولو ده، چې د امام ابو حنیفه (رح) دوه‌یم ملي او نړیوال نندارتون د روان لمریز کال د سرطان میاشتې له ۲۵مې نېټې شروع او د همدې میاشتې تر ۳۱مې پورې به دوام ولري.

تازه خبرونه

پاکستان له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ څرګند کړ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلام‌آباد د ستونزو له سوله‌ییز حل ملاتړ کوي.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې اسلام‌آباد له کابل سره د خبرو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې د تهران له هر راز منځګړیتوب هرکلی وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې ایران یو “ورور او دوست” هېواد دی او اسلام‌آباد د ستونزو له سوله‌ییز حل ملاتړ کوي.

اندرابي زیاته کړې؛ پاکستان د “افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو ګواښونو” په اړه “ځواکمن دریځ ” لري او له همدې کبله د منځګړیتوب د بهیر په اړه هیڅ راز اندېښنه نلري.

هغه ټینګار کړی: معمولاً هغه اړخ، چې په کمزوري دریځ کې وي؛ له منځګړیو یې ډډه کړې؛ خو پاکستان د خپلو ادعاوو د پیاوړتیا له کبله له دې بهیر هرکلی کوي.

اسلام‌آباد پرله‌پسې له کابل غوښتي، چې بریدونه ودروي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې هیڅ ډلې ته د افغانستان له خاورې د نورو حکومتونونو پر وړاندې د برید اجازه نه‌ورکوي.

ترکیې او قطر د اسلام‌آباد او کابل د پلاويو ترمنځ د درې پړاوونو خبرو کوربتوب کړی؛ خو بې پایلې پای ته ورسېدې. په ځانګړي توګه د اوکټوبر په میاشت کې د کابل له بمبارډ او پر فرضي کرښه له نښتو وروسته.

د پاکستان دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي، چې خبرې اترې “نامعلوم پړاو” ته داخلې شوې دي او د جدي اختلافاتو له کبله هیڅ پرمختګ نلري.

ایران، روسیه، ترکیه او قطر هڅې پیل کړې، چې کابل او اسلام‌آباد له ډیپلوماټیکو لارو خبرو ته کېنوي.

ایران ویلي، چې د تاوتریخوالي کمولو او د توپیرونو د حل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز ترکیه هم چمتو ده، چې د نورو مشورو لپاره اسلام‌آباد ته یو لوړ پوړی پلاوی واستوي.

د خبرو اترو له ناکامېدا او د لارو له بندېدا وروسته اسلامي امارت له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې وځنډولې؛ خو له کړکېچونو سره – سره د سیمې هېوادونه هیله من دي، چې ډیپلوماټیکې هڅې کولی شي د کابل او اسلام‌آباد د روان کړکېچ د زیاتېد د مخنیوي لپاره حل لارې چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تېر پر پرتله د امنیتي پېښو له کبله د بریدونو او تلفاتو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او تاجکستان د ډيپلوماټيکو او اقتصادي همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

Published

on

د تاجکستان يوه لوړ پوړي پلاوي د دغه هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ کابل ته په سفر کې د اسلامي امارت له بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر بېلابېلو برخو د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه بحث او نظرونه وړاندې کړل.

دواړو لوریو په ځانګړي توګه پر اقتصادي، ډيپلوماټيکو همکاریو او ګډو سيمه‌ييزو پروژو خبرې کړې دي.

امير خان متقي په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو اوږده تاريخ ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت له تاجکستان جمهوريت سره “ښه اړيکې او ښه ګاونډيتوب” غواړي.

هغه زياته کړې، چې د کابل او دوشنبې ترمنځ همکاري په بېلابېلو برخو کې پراخېږي او هيله ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د دوه اړخيزو اړيکو پر ودې او پراختیا د نورو ناستو شاهدان هم واوسو.

د تاجکستان پلاوي د اړيکو پر پياوړتيا د ټينګار تر څنګ ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان او تاجکستان په بېلابېلو برخو کې نږدې او رغنده همکاري لرلی شي.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د ګډو سفرونو، غونډو او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره د هڅو پر دوام ټينګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان په پنجاب کې د داعش خراسان یو پېژندل شوی قومندان ووژل شو

د راپور له مخې؛ زید د دې ډلې یوه پېژندل شوې څېره او د داعش خراسان د قومندانانو قاري فتح او ابوبکر نږدې ملګری و. هغه پخوا د دې ډلې په عملیاتي جوړښت کې مهم مسوولیتونه درلودل او د ختیځ افغانستان په ځینو برخو کې یې پراخ فعالیتونه ترسره کړي وه.

Published

on

المرساد رسنۍ راپور ورکړی، چې وسلوالو؛ د پاکستان د پنجاب ایالت د اختر‌آباد ښار په پاټکِ سیمه کې د داعش خراسان یو پېژندل شوی قومندان برهان نومی، چې “زید” یادېده، وواژه.

د راپور له مخې؛ زید د دې ډلې یوه پېژندل شوې څېره او د داعش خراسان د قومندانانو قاري فتح او ابوبکر نږدې ملګری و. هغه پخوا د دې ډلې په عملیاتي جوړښت کې مهم مسوولیتونه درلودل او د ختیځ افغانستان په ځینو برخو کې یې پراخ فعالیتونه ترسره کړي وه.

که څه هم د پاکستان چارواکو تل د داعش غړو ته پناه ورکول رد کړي؛ خو دا پېښه د پاکستان په خاوره کې د دې ډلې د پېژندل شویو غړو د هدفي وژنو د لړۍ یوه بله پېښه ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې ګړندۍ شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم په ایکس پاڼه کې په دې اړه خپل غبرګون داسې ښکاره کړی: “له پاکستان څخه ښه خبر: راپورونه وايي، چې د داعش خراسان یو لوړ پوړی قومندان برهان نومی، چې زید یادیږي؛ د پنجاب ایالت د اختر‌آباد ښار په پاټکِ سیمه کې وژل شوی دی.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!