تازه خبرونه
د امام ابو حنیفه (رح) دوهيم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو
د امام ابو حنیفه (رح ) د دوهیم ملي او نړیوال نندارتون د پرانستې مراسمو ته د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله اخوند زاده په خپل پیغام کې څرګنده کړې؛ د خصوصي سکتور ټول سوداګر باید د هېواد د اقتصادي ځانبسیاینې لپاره ګډه پانګونه وکړي او خپل هېواد پخپله له اقتصادي بحران څخه راوباسو. بل چاته ونه ګورو؛ ځکه دا زمونږ هېواد دي پخپله يي باید ودان کړو.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې غړې ويلي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې خصوصي سکتور ته اهمیت ورکوي. په ځانګړي توګه هغو میرمنو ته، چې کورني اقتصادي مسوولیتونه پر غاړه لري.
په افغانستان کې د اروپايي ټولني استازې رافایلا لودیس ویلي: زما له نظره اقتصادي ستونزې اوس هم شته؛ خو خوشحاله یم، چې په دې نندارتون کې میرمنې هم شته او میرمنې د یوه هېواد په اقتصاد کې مثبت رول ترسره کولی شي.
د سکتوري وزارتونو مسوولینو هم ويلي، چې په هېواد کې د کورنیو تولیداتو او اقتصادي فعالیتونو او پانګونې د پراختیا لپاره ترټولو ښه زمینه برابره شوې، چې باید په دې برخه کې خصوصي سکتور پانګونه زیاته کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نور الدین عزیزي وایي: زمونږ په هېواد کې اوس له بل هروخت څخه اقتصادي فعالیتونو ته ښه زمینه برابره شوې او باید، چې په دې سکتور کې ډېرې هڅې وشي او ډېر کار تر سره شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت چارسمبالي عطا الله عمري ویلي: مونږ د کرنې په برخه کې د پانګونې لپاره لوړ ظرفیت لرو او په دې برخه کې مو د پانګونې لپاره زمینه جوړه کړې ده.
د خصوصي سکتور غړي له اسلامی امارته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د کورنیو تولیداتو د پراختیا او د ترانزیت لپاره دې سکتور ته اسانتیاوې زیاتې کړي.
د سوداګرۍ اوپانګونې خونې مرستیال محمد یو نس مومند وایي: اسلامې امارت له اقتصادي سکتوره کلک ملاتړ کوي. نږ دې ټولو هېوادونو او اروپايي ټولني هیله څرګنده کړې، چې له افغانستان سره ښه اقتصادي تعاملات تر سره کړي.
د صنایعو خونې رییس شېر باز کمین زاده وایي: له اسلامي امارته زمونږ غوښتنه داده، چې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي، چې په هېواد کې کورنی محصولاتو لپاره بازار او مارکیت برابر شي.
د دې نړیوال نندارتون له ۶۰۰ غرفو څخه، چې ۱۲۰ یې د متشبثو میرمنو دي او په پاتي نورو هغو کې د افغان سوداګرو په ګډون د ایران، ترکیې، ترکمنستان او پاکستان سوداګرو خپل تولیدي توکي نندارې ته ایښي دي.
