تازه خبرونه
د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د زغم وړ ندی – یوناما
اوتنبایوا وای: نړیواله ټولنه په ښه نیت له واکمنو چارواکو سره د رغنده تعامل په لټه کې ده، نړۍ غواړي افغانستان د سولې او سوکالۍ پر لاره وویني، چې ټول افغانان په خپل راتلونکي کې ونډه ولري. د افغانانو د حقونو نور محدودول او په دوامداره وېره کې ساتل به دغه هدف ته رسېدل نورهم ستونزمن کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې ویلي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر توشیح شوی قانون خپلسری او د نه زغم وړ اجرائیوي جوړښت دی.
یوناما په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګندوي، چې نړیواله ټولنه په ښه نیت له واکمنو چارواکو سره د رغنده اړیکو په لټه کې ده؛ خو نړۍ غواړي، چې افغانستان د سولې او سوکالۍ پر لاره وویني. دا، چې نوی قانون د افغانانو حقونه نور هم محدودوي او په دوامداره وېره کې یې ساتي د رغنده تعامل لاره ستونزمنوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا د امربالمعروف او نهي عن المنکر د قانون له اعلان څخه ناخوښي څرګنده کړې او وایي، چې دا پر شخصي چلند پراخ محدودیتونه لګوي او محتسبینو ته پراخ واک ورکوي.
روزا اوتونبایوا ویلي: دا د افغانستان د راتلونکي لپاره یو اندېښمنوونکی لید دی، چې محتسبین د پراخو او کله ناکله مبهمو نوملړونو پر بنسټ د خلکو د ګواښلو او نیولو نامحدود واکونه لري. دا د افغان میرمنو او نجونو د حقونو پر وړاندې محدودیتونه لا زیاتوي او له کوره بهر د ښځې غږ اورېدل اخلاقي سرغړونه ګڼل کېږي.
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ دا متن د افغانستان بشپړه مذهبي تنوع له پامه غورځوي او پر مذهبي ازادیو او د خبریالانو او رسنیو پر کار هم اغېز کوي.
د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي: له لسیزو جګړو وروسته او په یوه ناوړه بشري ناورین کې افغان ولس د ګواښ او زنداني کیدو مستحق ندی، بلکې دا بهیر به له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل هم ښه اغېز ونلري.
اوتنبایوا وای: نړیواله ټولنه په ښه نیت له واکمنو چارواکو سره د رغنده تعامل په لټه کې ده، نړۍ غواړي افغانستان د سولې او سوکالۍ پر لاره وویني، چې ټول افغانان په خپل راتلونکي کې ونډه ولري. د افغانانو د حقونو نور محدودول او په دوامداره وېره کې ساتل به دغه هدف ته رسېدل نورهم ستونزمن کړي.
اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یوناما غبرګونونه او راپورونه حقیقي نه ګڼي او وایي، چې یوناما باید د مسلمانانو عقیدو او ارزښتونو ته درناوی وکړی او داسې څرګندونې ونکړي، چې د مسلمانانو احساسات ټپي کړي.
دغه راز د د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالي خالد خنفي په بدخشان ولایت کې د یوې ناستې پر مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوي قانون پر وړاندې کورنيو او نړیوالو غبرګونونو ته په ځواب کې ویلي، چې دغه قانون جامع دی.
هغه د نړۍ ټولو علمانو ته بلنه ورکړه، چې راشي او نوی قانون مطالعه کړي او که له مطالعې وروسته د اسلام، شریعت، حدیث او حنفي فقې په اړه کومه ستونزه پیدا کړي؛ دوی یې ځواب ویلو ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې به د افغانستان د وضعیت په اړه د سپټمبر پر اتلسمه امنیت شورا ته خپل ځانګړی راپور وړاندې کړي. دا ماموریت یوناما مکلفوي، چې د بشردوستانه اصولو، بشري حقونو، د ښځو او نجونو د برابرۍ، ټولګډونه حکومتولۍ او اقتصادي ثبات له اصولو سره سم د بشردوستانه مرستو ملاتړ وکړي.
نور اړوند خبرونه:
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له توشیح وروسته د تطبیق وړ شو – عدلیې وزارت
د اسلامي نظام ساتنه فرض عین ده – محمد خالد حنفي