تازه خبرونه
د امریکایي سرتېرو د وژلو پر سر ډالۍ ورکول به لوړه بیه ولري- پمپیو
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو د چارشنبې پر ورځ ومنله، چې هغه خپل روسي سیال سیرګي لاوروف ته ویلي، چې که روسیه په افغانستان کې د امریکایي او نورو غربي سرتېرو د وژنې لپاره یو شمېر طالبانو ته ډالۍ ورکوي؛ نو دا به دوی ته ډېره ګرانه پریوځي.
نیویارک تایمز د جون په میاشت کې یو راپور خپور کړی و، چې د روسیې پوځي استخباراتو یوې ډلې په پټه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو په ګډون د ائتلافي ځواکونو د وژلو لپاره له طالب سره تړلیو وسلوالو ته د ډالیو د ورکړې وړاندیزونه کړي دي.
ولسمشر دونالد ترمپ ویلي، چې هغه ته د دغو معلوماتو په اړه څه ندي ویل شوي؛ ځکه، چې د امریکا ډېري استخباراتي چارواکو پر حقیقت شک کاوه. که څه هم ډېریو امریکایي او اروپایي سرچینو د هغه له دې نظر سره مخالفت کړی دی.
مایک پمپیو له آزادې اروپا / رادیو آزادي سره په یوه مرکه کې د دې خبر په اړه څه ونه ویل؛ خو څرګنده یې کړه، چې امریکا له دې موضوع په آسانۍ نه تېریږي.
مایک پومپیو چک جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په بهیر کې ویلي، چې که روسیه د امریکایانو او یا د نورو لویدیځوالو د وژلو لپاره پیسې وړاندیز کوي؛ نو د دې کار لوړه بیه به پرې کړي. دا هغه څه دي، چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر لاوروف ته مې ویلي دي.
نوموړي ویلي؛ زه پوهیږم، چې زموږ د اردو د دوی له مشرانو سره خبرې کړي دي. مونږ دا کار نه شو زغملی او هغو ته د دې کار د تر سره کولو اجازه نشو ورکولی.
تېره میاشت امریکایي او اروپایي سرچینو ویلي وه، چې د امریکا استخباراتو تازه راپورونه ترلاسه کړي، چې روسیې یو شمېر طالبانو ته پیسې ورکوي، چې په افغانستان کې میشت امریکایي او نور بهرني سرتېري ووژني.
دغه استخباراتي راپورونه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې امریکا له طالبانو او افغان حکومت سره په خبرو اترو لګیا دي.