تازه خبرونه
د امریکایي ځواکونو د وتلو پر طرحه له سره غور شونی دی – باب مننډز
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر باب مننډز ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر طرحه له سره غور شونی دی، ځکه طالبان د دوحې د هوکړې ژمنو ته ژمن ندي.
باب مننډز په افغانستان کې له سولې هوکړې ښکاره سرغړونو ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې زه په دې هېواد کې د سولې بهیر له پلي کیدو ډېر اندېښمن یم.
امریکا دا مهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتېري لري.
باب مننډز زیاته کړې: که دا ثابته شوه، چې طالبان خپلې ژمنې نه پوره کوي او زه باوري هم یم، چې دوی یې نه پوره کوي؛ نو ممکن د می پر لومړۍ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر ایستلو له سره غور وشي.
تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په یوه لیک کې افغان مشرانو ته د سولې نوی پلان وړاندې کړ.
په دې لیک کې د انتقالي حکومت د جوړولو او طالبانو ته په حکومت کې د ۵۰ سلنې برخه ورکولو طرحه وړاندیز شوې ده.
دغه لیک د یو شمېر افغان چارواکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي؛ هغه طرحه به ونه مني، چې د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کوي.
هغه زیاته کړې، چې هغه به هیڅکله دا له سپکاوي ډک لیک لاسلیک نکړي.
امرالله صالح ټینګار کړی، چې تپل شوې سوله ورته د سوله افغانانو ته د منلو وړ نده.
نوموړي زیاته کړې؛ د دې لیک یو له بندونو دا دی، چې موږ د اسلامي شریعت پلي کولو عالي شورا ته اړتیا لرو. په داسې یوه خاوره کې، چې مولانا زېږېدلی او د زوی نوم یې ابو حنیفه دی؛ اوس باید د حقاني مدرسې دوه ملایان راشي او ووایي، چې راشئ د مسلمانۍ سند درکړو، نو زه به دغه له شرمه ډک سند لاسلیک نکړم.
نوموړی وایي، حکومت د لیک په اړه اندېښنه نلري او خپل دریځ به بدل هم نکړي.
دا په داسې حال کې ده، د افغانستان سیاسیون د دې طرحې د ارزولو ملاتړلې او وایي، چې د مسکو او انقرې ناسته د همدې طرحې لپاره ترسره کیږي.
