تازه خبرونه

د امریکا استخباراتي مشرانو طالبانو ته د روسیې له ډالیو پرده پورته کړې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۳, ۱۳۹۹)

د امریکا د مرکزي او ملي استخباراتو رییسان په دې خاطر کانګریس ته ور بلل شوي، چې په افغانستان کې د هر امریکایي سرتېري د وژلو لپاره ډالۍ ټاکل کیږي.

نیویارک ټایمز څو ورځې مخکې ویلي وه، چې روسیې طالبانو ته د امریکایي ځواکونو د وژلو په بدل کې ډالۍ ټاکلي دي.

په همدې تړاو د امریکا کانګریس د استخباراتو جګپوړي چارواکي د توضیحاتو په خاطر وغوښتل.

د امریکا د ولسي جرګې مشرې د روسیې پر استخباراتي او دفاعي سازمانونو د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه؛ خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی یوازې د افغانستان له قانوني حکومت سره مرسته کړې ده.

د امریکا د مشرانو جرګې او ولسي جرګې رییسانو او نورو غړیو له استخباراتي چارواکو څخه پدې تړاو د بندو دروازو تر شا د سپیناوي غوښتنه وکړه.

د امریکا د ولسي جرګې مشرې پر روسیې د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه. په داسې حال کې، چې ځینې نور بیا د روسیې پر وړاندې د ټرمپ ادارې پر سخت چلند بې باوره دي.

د امریکا د ولسي جرګې مشره نانسی پلوسي وایي: مونږ د امریکا له ولسمشره تمه لرو،چې له خپلو ځواکونو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي او مونږ په دې خاطر، چې داسې ندي شوي؛ ناهیلي یو او زه په دې اړه د روسیې پر استخباراتو د بندیزونو غوښتنه لرم.

مخکې له دې طالبانو او روسیې دا راپو رد کړی و؛ خو اوس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، دوی یوازې د افغانستان مشروع حکومت ته مرسته برابروي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا وایي: روسیې یوازې د افغانستان قانوني حکومت ته وسلې برابرې کړي او دا پوره روښانه ده. که امریکایي همکاران غواړي بحث ولري؛ ښه به دا وي، چې په افغانستان کې له داعشه د امریکا د ملاتړ په تړاو پر خپرو شویو اطلاعاتو خبرې وشي.

امریکایي چارواکو د روسیې د دې تازه دریځ په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي؛ خو مخکې په افغانستان کې امریکایي او افغان چارواکو دا ادعاوې بې بنسټه بللې وې او ویلي یې ول، چې د داعش ځپلو ته ژمن دي او ورسره مبارزه روانه ساتل شوې ده.

Trending

Exit mobile version