نړۍ

د امریکا او ایران ترمنځ د سولې پیلیزه هوکړه وشوه؛ هرمز تنګی به بېرته پرانیستل شي

بل لور ته د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي هم دا هوکړه تائید کړې او هغه یې د کړکېچ د کمېدا او سیمې ته د ثبات د بېرته راګرځېدو لپاره مهم ګام بللی دی.

Published

on

په یوه مهم ډیپلوماټیک بدلون کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې واشنګټن او تهران د سولې هوکړې ته رسېدلي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې پای ته رسوي او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو او تېل‌لېږدوونکو کښتیو د آزاد تګ راتګ زمینه برابروي.

ټرمپ د یکشنبې پر ورځ په یوه پیغام کې وویل، چې له ایران سره هوکړه وروستۍ شوې او له مخې به یې په هرمز تنګي کې شته محدودیتونه لرې شي.

هغه زیاته کړې، امریکايي سمندري ځواکونه به هم د دې سټراټیژیکې اوب‌لارې محاصره پای ته ورسوي.

بل لور ته د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي هم دا هوکړه تائید کړې او هغه یې د کړکېچ د کمېدا او سیمې ته د ثبات د بېرته راګرځېدو لپاره مهم ګام بللی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې دغه هوکړه له پراخو او پرله‌پسې خبرو اترو وروسته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په هوکړه کې پر ټولو جبهو د لبنان په ګډون د پوځي عملیاتو سمدستي درول هم شامل دي.

هغه زیاته کړې، چې د هوکړې د لاسلیک رسمي مراسم به د جون پر نولسمه په سویس کې ترسره شي.

ویل کېږي، پاکستان، قطر، سعودي عربستان او ترکیې د منځګړیتوب او خبرو اترو د آسانتیا په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د قطر چارواکو له دې هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د تلپاتې سولې، په هرمز تنګي کې د کښتۍ چلونې د آزادۍ او د سیمې او نړۍ د اقتصادي ودې لپاره یو مثبت ګام بللی دی.

همداراز د بریټانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم له هوکړې هرکلی کړی او د هغې د ټولو مادو پر بشپړ پلي کېدا او د هرمز تنګي پر دوامدارې پرانیستنې یې ټینګار کړی دی.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس دا هوکړه په منځني ختیځ کې د «نوې دورې» پیل بللی او هیله یې ښودلې، چې د تاوتریخوالي کمېدل به د سیمې ثبات پیاوړی او د نړۍ په بازارونو کې د انرژۍ بیې راټیټې کړي.

هرمز تنګی د نړۍ د نفتو د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او بشپړه پرانیستنه یې کولی شي پر نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ پر بازارونو د پام وړ اغېز ولري.

Trending

Exit mobile version