سیمه ییز خبرونه

د امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې پرمختګ شوی

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، چې د خبرو اترو بهیر« ډېر پرمختللي پړاو» ته رسېدلی او قطر، پاکستان او عمان پر ګډه د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو د آسانتیا او د وړاندیزونو د تبادلې لپاره نږدې همغږي کوي.

Published

on

قطر ویلي، د امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړو په هڅو کې پرمختګ شوی او د دواړو لوریو ترمنځ د اختلافونو د کمولو لپاره هڅې روانې دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، چې د خبرو اترو بهیر« ډېر پرمختللي پړاو» ته رسېدلی او قطر، پاکستان او عمان پر ګډه د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو د آسانتیا او د وړاندیزونو د تبادلې لپاره نږدې همغږي کوي.

د قطر د امیر دفتر هم ویلي، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اختلافونو د کمولو او د یوې تلپاتې هوکړې د رامنځته کېدا پر لارو چارو خبرې کړې دي. د قطر امیر د خبرو اترو پر دوام او د جون میاشتې د هوکړه‌لیک پر عملي کېدا ټینګار کړی دی.

ایران د ټرمپ هغه څرګندونې رد کړي، چې ګواکې له امریکا سره خبرې پیل شوې دي.

د ایران چارواکي وایي، دا مهال له واشنګټن سره هیڅ ډول مذاکرات نه‌ترسره کېږي.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي د تګ راتګ په اړه خبرې مثبتې او روانې دي او موخه یې د بېړیو لپاره د خوندي سمندري لارې برابرول دي.

بل لور ته د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو په اړه روانو خبرو ته هیله‌من ښکاره شوي دي. روبیو ویلي، په خبرو کې پرمختګ شوی، خو وروستۍ هوکړه لا نه ده شوې.

په هرمز تنګي او شاوخوا سمندري لارو کې امنیتي ګواښونه اوس هم دوام لري.

د راپورونو له مخې، یوه باروړونکې بېړۍ د عمان ساحل ته نږدې د نامعلوم توغندي په برید کې زیانمنه شوې او عملې یې بېړۍ پرېښې ده.

همدارنګه د هند د لېږد رالېږد وزیر ویلي، یمن ته نږدې یوه هندي بېړۍ هم په برید کې ډوبه شوې؛ خو ټول ۱۴ سپاره کسان یې ژغورل شوي دي.

Trending

Exit mobile version