تازه خبرونه
د امریکا او طالبانو د هوکړې لومړی پړاو بشپړ شو- خلیلزاد
د افغانستان د سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې امریکا له طالبانو سره د خپلې هوکړې لومړی پړاو پوره پلی کړی دی.
د افغانستان د سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې مونږ له طالبانو سره د سولې رامنځته کولو د هوکړې پر ۱۳۵ ورځ د هوکړې لومړی پړاو؛ د ځواکونو کمول او له ۵ پوځي مرکزونو وتل په بریالیتوب تر سره کړ.
هغه ویلي؛ د بندیانو د خوشې کولو بهیر که څه هم پڅ و؛ خو خپل پرمختګونه لري، د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي خبرو ته چمتو شوي، سیمه ییزې اړیکو وده کړې او یو امریکایي سرتېری هم د طالبانو په تاوتریخوالي کې ندی وژل شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب وسلوالو تېره ورځ د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې د ملي امنیت پر ریاست موتر بم برید تر سره کړ او لسګونه ملکي وګړيو او افغان ځواکونو ته په کې مرګ و ژوبله واوښته.
خلیلزاد دغه برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې د چاودیدونکیو توکو ډک موتربم برید د یو ولایت په مرکز کې د منلو ندی او د هغو کسانو په ګټه دی، چې د سولې دښمنان او د نورو تالیڅټي دی. د جګړې ټول اړخونه باید تاوتریخوالی راکم کړي.
خلیلزاد زیاته کړې؛ په تېرو ورځو او اوونیو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. په زیاد شمېر افغانان پرته له کوم دلیله وژل کیږي.
هغه ویلي ؛ امریکا غواړي له طالبانو سره د سولې رامنځته کولو د هوکړې دوه یم پداو هم پلی او تر سره کړي؛ خو دا به مشروطه بڼه ولري.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ به د بندیانو پر پوره خوشې کیدو، اورکم او د خپلمنځي خبرو د پیلیدو پر ژمنو ډېر ټینګار وکړو.
