تازه خبرونه
د امریکا او قطر بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د یکشنبې پر ورځ د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
سرچینې پدې اړه نور جزئیات ندي ورکړي؛ خو بلینکن د امریکایي وګړیو او افغانانو د خوندي لیږد پر مهال د قطري چارواکو له مرستې مننه کړې ده.
د اګست پر ۱۵ کله، چې کابل د اسلامي امارت لاس ته ولوید ؛ په زرګونو کسان په دوه اوونیو کې د کابل له هوایي ډګر څخه دوحې ته ولېږدول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې قطر په افغانستان کې یو له مهمو لوبغاړیو څخه ګڼل کیږي.
تازه خبرونه
تایوان د افغانستان له زلزله ځپلیو سره یو میلیون ډالري مرسته اعلان کړه

د تایوان حکومت په ډاګه کړې، چې د ملګرو ملتونو د غوښتنې له مخې به د افغانستان له زلزله ځپلیو سره خپله یو میلیون ډالري مرسته وکړي.
د تایوان د ولسمشرۍ دفتر څرګنده کړې؛ حکومت د ملي پولو له په پام کې نیولو پرته د طبیعي پېښو له قربانیانو سره بشري مرستې کوي.
دغه راز د چین د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د چین حکومت د نغدو پیسو، خېمو، توشکو، بړستنو او نورو بشري مرستو د رسولو هڅې ګړندۍ کړې دي.
د رسمي څرګندونو له مخې؛ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د چارشنبې د ورځې له زلزلې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او دوه زره نور ټپیان دي.
له دې مخکې اروپايي ټولنې په افغانستان کې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره یو میلیون یورو اعلان کړې دي.
تازه خبرونه
هند په کابل کې خپلې سفارتي چارې بیا پیل کړې

هندي رسنیو څرګنده کړې، چې هند د پنجشنبې پر ورځ له لس میاشتني ځنډ وروسته د یوې تخنیکي ډلې پر استولو یو ځل بیا خپل سفارت په کابل کې پرانیست.
دا هڅه له هغې څو اوونۍ وروسته ترسره کیږي، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د لوړ پوړي چارواکي جې پي سینګ په مشرۍ یوه پلاوي کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې وکتل.
د هند سفارت په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د روسیې، چین، پاکستان، ایران، ترکیې، قطر، سعودي عربستان، اندونیزیا، اروپايي ټولنې او د منځنۍ آسیا د څلور هېوادونو په ګډون پېنځلسم سفرت دی، چې په افغانستان کې پرانیستل کیږي.
هند په ډاګه کړې؛ د بشردوستانه مرستو د اغېزمنو رسولو، د بېلابېلو اړخونو د هڅو د نږدې څارنې او همغږي کولو او له افغانانو سره زمونږ د ښکېلتیا لپاره زمونږ یوه تخنیکي ډله نن کابل ته رسیدلې او په سفارت کې ځای پرځای شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په دې ځرګندونه کې د دې پرېکړې لامل له افغانانو سره د هند تاریخي او مدني اړیکې ښودل شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانستلو لپاره د هند له دې هڅې هرکلی کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد له هند غوښتي، چې له افغانانو سره بشري مرستې روانې وساتي.
هند په داسې حال کې افغانستان ته د زلزله ځپلیو لپاره د مرستو لومړۍ ټولګه رالېږلې، چې ترې په خوست او پکتیکا له رامنځته شوي ناورینه له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له زرګونه ډېر نور ټپیان دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا مرسته د هندي ډلې لخوا، چې د هند د هوایي ځواک ایلیوشین ـ۷۶ په الوتکه کې سفر کوي؛ له تېر کال راپدیخوا لومړنۍ الوتنه ده.
دغه راز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هند او نورو هېوادونو کې له روزل شویو افغان پوځيانو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي او د خپلو خلکو خدمت وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ټویټ کړی: په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان زدکوونکي زمونږ د ملي ځواک کدرونه دي. د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت چمتو دی، چې دغه فارغان د دوی د زدکړ او څانګې له مخې استخدام کړي. هیله ده، چې هېواد ته راستانه شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
تازه خبرونه
د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلي د بیات بنیاد له مرستو برخمن شول

د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلیو ته د بیات بنیاد د خوراکي توکو، خېمو، کمبلو او درملو د مرستو رسېدلې ټولګې د دغه بنسټ د مسوولینو لخوا پر زیانمنو خلکو ووېشل شوې.
بیات بنیاد د مرستو د وېش تر څنګ د پکتیکا ګیان او د خوست سپیرې ولسوالیو اړوند سيمې ته خپل روغتيايي کارکوونکي لېږلي او له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د ټپيانو او ناروغانو درملنه کوي.
د بیات بنیاد د روغتیايي ډلې مسوول سمیع رحیمي وایي: د بيات روغتيايي ټيم په خپل وخت راغلى او له دوه ورځو را پدیخوا د زرګونه ناروغانو درملنه کوو.
دغه راز د بیات بنیاد مرستندویه ډلې د خوست ولایت زلزله ځپلیو او زیانمنو کسانو ته د وریجې. اوړه، غوړي او د بېړنۍ سرپنا د وسایلو وېش پیل کړی دی.
د خوست د زلزلې یو ټپي عبدالسلام وایي: مونږ د بیات بنیاد له دغو مرستو مننه کوو، چې سپېرې ولسوالۍ ته راغلي او له مونږ سره یې مرسته وکړه. هیله من یوو، چې دغه راز مرستې روانې وساتل شي؛ ځکه د سیمې خلک پوره وځپل شول.
همدارنګه د افغان بېسیم مخابراتي شرکت تخنیکي ډلې هم زلزله ځپلیو سیمو ته رسېدلي، چې زیانمنو سیمو ته بېړني مخابراتي خدمات ورسوي.
په خوست کې د بیات بنیاد مسوولینو په راتلونکیو ورځو کې د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلیو سره د نورو مرستو ډاډ هم څرګند کړی دی.
بیات بنیاد له یوې لسیزې راپدیخوا په ټول هېواد کې د روغتیا، ښوونې او روزنې په برخو کې پر بنسټيزو چارو سر بېره په طبیعي پېښو کې له زیانمنو کسانو سره هم مرستې کوي.
-
تازه خبرونه5 days ago
په هېواد کې د سیلابونو او د اوبو سطحې د لوړېدو اټکل شوی
-
تازه خبرونه4 days ago
د راستانه شویو پخوانيو دولتي چارواکو او سیاستوالو د امنیت ساتنه کوو
-
تازه خبرونه4 days ago
له افغان کډوالو سره دې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلند وشي – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه4 days ago
د م.م امنیت شورا د لوړو زدکړو او پوهنې وزارتونو پر چارواکو د سفر بندیزونه ولګول
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ننګرهار کې ماین چاودنې ۳۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان یوه کډواله د آسترالیا د مشرانو جرګې غړې شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
امریکا تاجکستان ته له افغانستان څخه د لېږدول شویو پوځي الوتکو د سپارلو هڅه کوي
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې ۶.۱ درجې زلزلې مړګ و ژوبله مخ پر ډېرېدو ده