تازه خبرونه

د امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې وکړې

Published

on

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره تیلیفوني خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې په ډاګه شوې، چې په دې تیلیفوني اړیکه کې د سیمې او نړۍ پر مسایلو په ځانګړي توګه د افغانستان پر پرمختګونو خبرې وشوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په ډاګه کړې، چې انتوني بلینکن له شیخ محمد سره په خبرو کې له افغانستان سره د قطر د دوامداره مرستو قدرداني وکړه.

د يادونې وړ ده، چې قطر له څه باندې يو کال راپدیخوا د امريکا او اسلامي امارت تر منځ د مذاکراتو کوربه و، چې د ۲۰۲۰ ز. کال د فبرورۍ پر ۲۹ د دواړو لوریو ترمنځ په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو تړون لاسليک شو.

دغه راز د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې له سیاسي پرمختګونو او له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د نړۍ د ځینو هېوادونو سفارتونه قطر ته انتقال شول او په دغه هېواد کې فعالیت کوي.

Trending

Exit mobile version