تازه خبرونه
د امریکا او پاکستان ځانګړیو استازیو د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې
په افغانستان کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې بهیر پر آسانولو خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپل تویت کې په ډاګه کړې: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانانو د خپلمنځي خبرو د آسانه کولو، په نړیواله کچه له دې بهیره د ملاتړ پر لارو او پاکستان او افغانستان د سیمه ییزې سوداګرۍ پر مرکز د بدلولو او د سیمه ییزو اړیکو په اړه ویدیوي خبرې کړې دي.
زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په بهیر کې فعاله رول لوبولی او په سیمه کې یې له دیپلوماتانو او لوړ پوړیو چارواکو سره لیدلي، چې د سولې له بهیره ملاتړ کوي.
خلیلزاد په دې وروستیو کې هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان حکومت وکولی شي له پاکستان سره یوې هوکړې ته ورسیږي او د سولې له هڅو څخه پوره ملاتړ وکړي.
زلمي خلیلزاد او د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکات میلر تېره میاشت د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د سیمه ییز امنیت او سولې په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د سیمې د ګډو ګټو، سولې او ثبات، د افغانستان – پاکستان د پولو د مدیریت او د افغانستان د سولې په بهیر کې د پرمختګ په اړه خبرې شوي، د افغانستان لپاره د پاکستان استازي محمد صادق هم برخه اخیستې وه.
د دغو دواړو هېوادونو د استازیو ترمنځ وروستۍ خبرې اترې په د اسې وخت کې تر سره شوي، چې د افغان حکومت او طالبانو د خپلمنځي خبرو د اړیکو جرګه ګیو له دوه اوونیز ځنډ وروسته پرون ماښام ګډه ناسته تر سره کړه، چې په کې د خبرو پر دوام ټینګار شوی دی.