Connect with us

نړۍ

د امریکا او چین  مشرانو دوه اړخیزه انلاین لیدنه کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲۵, ۱۴۰۰)

جو بایډن او شي جین پینګ د د واشنګټن پر وخت د دوشنبې پر شپه (د لړم ۲۳) د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلې انلاین خبرې د نورو ښو اړیکو د تبادلې او د جګړې د مخنیوي لپاره پر امنیتي مسلو پیل کړې دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، جو بایډن له خپل چینایي سیال سره د تلویزیون پر سکرین د وینا پرمهال ویلي؛ اړینه ده، چې یوه “محافظتي کړکۍ” رامنځته او دا ډاډ ترلاسه شي، چې زمونږ ترمنځ سیالي پخپله خوښه یا نا خوښه پر شخړه نه اوړي.

جوبایډن شي جین پینګ ته دا هم ویلي، چې دوی به “صادقانه” خبرې اترې ولري.

په بیجینګ کې د وینا پر مهال د چین ولسمشر شي جین پینګ هم جو بایډن خپل زوړ ملګری نومولی؛ خو څرګندوي، چې دواړه سیال هېوادونه باید ګډه همکاري ولري.

نوموړي زیاته کړې، چين او امریکا اړ دی، چې اړيکې او همکارۍ زياتې کړي.

نړۍ

په عراق کې اورلګېدنې له ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ۱۵۰ نور ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: تله ۵, ۱۴۰۲)

رویترز د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ تېره شپه د عراق د نینوا ولایت د حمدانیه ولسوالۍ د واده په مراسمو کې د اورلګېدنې له کبله ۱۱۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي.

د نینوا مرستیال والي حسن العلاق رویترز ته د ۱۱۳ کسانو له مړه کېدو کېدو پخلی کړی او دولتي رسنیو څرګنده کړې، چې د مړو شمېر له ۱۰۰ ډېر او ۱۵۰ نور ټپیان دي.

د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې، د ښار ژغورنې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ اور په شمال ختیځه سیمه کې د اړوند مراسمو په بهیر د پټاکیو له چاودنو وروسته رامنځته شوی دی.

یوه ۳۴ کلن ځوان عماد یوحنا، چې له اوره پر تېښته راوتلی ویلي: مونږ وليدل، چې اور ولګېد او غړانده شو؛ هغو، چې هڅه وکړه پر راوتلو بریالي شول او هغوی، چې تم شول مړه شول.

د رویترز د خبریال ویدیو ښیي، چې اور وژونکي پر سوځېدلي تالار ګامونه پورته کوي او د ویجاړیو لوګي  د څراغونو په رڼا کې ښکاري.

دولتي رسنیو ویلي؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې ودانۍ د اور لګېدونکیو ودانیزو توکو څخه جوړه شوې وه، چې چټکه ونړېده.

د پېښې په ځای کې عیني شاهدانو ویلي؛ تېره شپ ۱۰:۴۵ د ودونو پر تالار په داسې حال کې اور ولګېد، چې د پېښې په وخت کې سلګونه خلک حاضر ول.

ویل کیږي، چې د دغې پېښې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

Continue Reading

نړۍ

په نایجریا کې وسله‌والو ۱۴ کسان وژلي او ۶۰ نور تښتولي

Published

on

(Last Updated On: تله ۳, ۱۴۰۲)

وسله‌والو د یکشنبې پر ورځ د نایجیریا د سهیل لویدیځ زمفارا ایالت په دوه اړوند سیمو کې اته کسان ووژل او لږ تر لږه ۶۰ نور یې وتښتول.

د دغه هېواد د اړوند سیمو اوسېدونکیو او یوه سیمه ییز مشر ویلي؛ له دې پېښې دوه ورځې وروسته  وسله‌والو کسانو د دغه ایالت له یوه پوهنتون څخه هم لسګونه کسان وتښتول.

دغه راز د رویترز د پولیسو د یوې سرچینې او یو موټر چلوونکي د راپور له مخې، چې د برید شاهد و څرګنده کړې؛ د هېواد د په سهیل ختیځو سیمو کې شکمنو اسلامپالو اورپکو د اردو تر څارنې لاندې د موټرو پر کاروان برید وکړ، دوه سرتېري او څلور ملکي وګړي یې ووژل.

عیني شاهدانو ویلي، برید کوونکیو پېنځه موټرو ته اور واچاوه او له یوې لارۍ سره وتښتېدل.

د نایجریا ولسمشر بولا تینوبو لا تر اوسه روښانه کړې نه‌ده، چې له دې پراخې ناامنۍ سره به څنګه مبارزه وکړي. د هغه د اقتصادي اصلاحاتو په ګډون د تېلو د قیمتي سبسایدي لیرې کول او د نایرا اسعارو آزادول، د وتلو لګښت ډېر کړی، چې د خلکو غصه یې راپارولې هم ده.

د اړوند سیمې اوسیدونکیو ویلي، چې وسله‌والو د یکشنبې پر سهار هڅه کړې، چې د زمفارا په مګامي کلي کې د اردو پر ځواکمنې اډې برید وکړ؛ خو په شا وتمبول شول. زمفارا یو له هغو ایالتونو څخه دی، چې د وسله‌والو له لوري، چې په سیمه کې د غلو پر نوم پېژندل شوي؛ ډېره اغېزمنه شوې ده.

راپور د سیمې د یوه مشر د څرګندونو له مخې، چې د امنیتي دلایلو له کبله یې د نوم له اخیستو ډډه کړې ویلي؛ درې وسله‌والو ډلو د اردو پر اډه او د ماګامي او کباسا پر سیمو برید وکړ.

هغه ويلي، چې ٦٠ کسان، چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي تښتول شوي دي.

د مګامي یوه اوسیدونکي شعیبو هارونا رویترز ته د تیلیفون پر کرښه څرګنده کړې: وسلوال غله، چې پر ګڼ‌شمېر موټرسایکلونو سپاره ول؛ پرله‌پسې ډزې کولې.

هارونا، چې د دوی په جنازه کې ګډون درلود، وویل، په برید کې څلور کسان وژل شوي دي.

د کاباسا د سیمې عیسی محمد وویل، چې څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور وتښتول شول.

رویترز راپور ورکړی، چې پولیسو او اردو تبصرو او غوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

د نیجریا سهیل لویدیځه برخه تل د پراخو ناامنیو سره مخ ده. اسلامپالي جنګیالي اوس هم په سهیل ختیځ کې پر امنیتي ځواکونو او حکومتي ودانیو مرګوني بریدونه کوي، چې کروندګر او مالداران زیانمنوي.

Continue Reading

نړۍ

د اوکراین زیلینسکي دې د پولندیانو سپکاوی نه‌کوي – د پولند لومړی وزیر

Published

on

(Last Updated On: تله ۱, ۱۴۰۲)

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له څرګندونو وروسته، چې ګاونډ هېوادونو ته د غلو دانو د صادرولو لپاره هڅې کوي؛ د پولنډ لومړي وزیر د جمعې پر ورځ زیلینسکي ته څرګنده کړه، چې پولندیانو ته دې سپکاوی نه‌کوي.

رویترز راپور ورکړی؛ پولند تېره اوونۍ پرېکړه وکړه، چې د اوکراین د غلو پر وارداتو بندیز وغزوي. دې پرېکړې له کیف سره اړیکې، چې د تېر کال په فبرورۍ کې د روسیې له یرغل راپدیخوا د متحد او ګاونډي په توګه ټینګې وې؛ کړکیچنې کړې.

زیلینسکي په ​​​​نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال وویل: کله، چې کیف د خپلو غلو صادرولو لپاره د ځمکنیو لارو د کارولو هڅه وکړه؛ نو ګاونډیانو غصه څرګنده کړه، خو د غلو د وارداتو سیاسي تیاتر به یوازې له مسکو سره مرسته وکړي.

د پولنډ لومړي وزیر ماتئوش موراویسکي په یوه ټاکنیزه غونډه کې څرګنده کړه: غواړم ولسمشر زیلینسکي ته ووایم، چې نور دې هیڅکله د پولندیانو سپکاوی نه‌کوي؛ لکه څنګه یې، چې ​​​​د ملګرو ملتونو په ناسته کې د خپلې وینا پر مهال وکړ.

پولنډ د اکتوبر پر ۱۵ پارلماني انتخابات ترسره کوي او د موراویسکي د قانون او عدالت ملتپال ګوند د اوکراین پر وړاندې د نرم چلند له کبله د ښي اړخو لخوا تر نیوکې لاندې راغلی.

شنونکیو څرګنده کړې؛ د دې کار د اغېز له کبله شونې ده، چې د قانون او عدالت ګوند د یو لوی ګوند په توګه ډېرکی ترلاسه نه‌کړي او اړ دی، چې په ټاکنیزه مبارزه کې د کیف پر وړاندې ټینګ پاتې شي.

له دې مخکې د جمعې پر ورځ د پولند ولسمشر اندرې دودا، چې د قانون او عدالت ګوند متحد هم دی؛ ویلي، د پولند او اوکراین تر منځ د غلو پر وارداتو رامنځته شوې ناندرې به پر دوه اړخیزو اړیکو د پام وړ اغېز ونه‌لري او دا ښکاره هڅه د کړکیچ د کمولو لپاره ده.

نوموړي په یوه سوداګریز کنفرانس کې څرګنده کړې: له شک پرته د پولند بازار ته د اوکراین د غلو پر واردولو ناندرې به د پولنډ او اوکراین د ټولو اړیکو مطلقه برخه نه‌وي.

هغه زیاته کړې؛ باوري نه‌یم، چې دا موضوع دې پر هغو د پام وړ اغېز ولري، نو مونږ باید دا موضوع په خپلو کې حل کړو.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!