تازه خبرونه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر او خلیلزاد پر افغان سولې خبرې وکړې

Published

on

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن پنجشنبه شپه د افغانستان د سولې لپاره له خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل او د افغانستان د سولې پر بهیر یې بحث او خبرې تر سره کړې.

بلینکن په یوه ټویټ کې له خلیلزاد سره خپله ناسته ستره بولي او وایي، چې په افغانستان کې د پرمختګ،  د ترهګرۍ د ګواښ پر وړاندې د امریکا د ساتنې دوام ، عادلانه او دوام لرونکی سیاسي جوړجاړی ترلاسه کول او دایمي او هر اړخیز اوربند پیاوړی کول؛ د خبرو غت غټ تکي وه.

د بایډن ادارې  ویلي؛ خلیلزاد، چې له تېرو دوه کلونو راپدیخوا د افغانستان د سولې پر بهیر هر اړخیزې هڅې خپل اړوند ماموریت روان ساتي.

دغه راز زلمي خلیلزاد په خپلو یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې بهیر د پالیسۍ پر دوامداره  ستراتیژۍ راوڅرخېدو او بلینکن ته یې په دې اړه پوره معلومات وړاندې کړي دي.

خلیلزاد ویلي: هغه په افغانستان کې سوله راولي، د خپلو خلکو لپاره باثباته راتلونکې خوندي کوي او د هر هغه چا مخه نیسي، چې امریکا او زموږ متحدین ګواښي.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت او د سولې د خبرو اترو ډلو په تېرو ۱۹ ورځو کې هیڅ رسمي غونډه نده کړې.

Trending

Exit mobile version