نړۍ

د امریکا تګلارې جګړه اړینه کړې ـ شمالي کوریا

Published

on

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړ؛ هېواد یې ژمن دی، چې تر ۲۰۲۴ پورې درې نوې جاسوسي سپوږمکۍ وتوغوي، پوځي بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي او د اټومي وسلو زیرمې پیاوړې کړي.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، چې د امریکا تګلاره جګړه حتمي کوي.

رویټرز راپور ورکړی، چې کیم د واکمن ګوند د پېنځه ورځنۍ غونډې د اوږدې وینا پر مهال د امریکا کړنلاره کلکه وغندله او څرګندوي، چې د راتلونکي کال لپاره به د اقتصادي، نظامي او بهرنۍ پالیسۍ اهداف وټاکي.

د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس KCNA د څرګندونو له مخې؛ هغه ویلي: د دښمنانو د بې پرواه حرکتونو له کبله، چې پر مونږ به یرغل وکړي. دا یو حقیقت دی، چې په کوریا کې هر وخت جګړه پیلېدلی شي.

هغه پوځ ته امر وکړ، چې د هر برید په ځواب کې د سویلي کوریا د ټولې سیمې د ارامه کولو لپاره د اړتیا په صورت کې ان د اټومي بمونو کارولو ته چمتووالی ولري.

د کیم دا وینا؛ د داسې یو کال په درشل کې وړاندې کیږي، چې په جنوبي کوریا او امریکا کې به د پرېکنده ټاکنو لیدونکي یوو.

کارپوهانو وړاندویېنه کړې، چې شمالي کوریا به د نومبر په میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې تر ګټې اخیستنې پورې خپل نظامي پروګرام روان ساتي او ډاډ څرګندوي، چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بېرته راستنیدا سره به د ارام ساه واخلي؛ ځکه، چې له کیم سره یې تاریخي ډیپلوماسۍ خوندي ساتلې وه.

په سیول کې د اوها وومنز په پوهنتون کې د نړیوالو مطالعاتو پروفیسور لیف اریک ایزلي ویلي: پیونګ یانګ ممکن د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته په تمه وي، چې وګوري  په راتلونکي اداره کې له لمسونو څه ترلاسه کوي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره وايي، چې دوی خبرو ته چمتو دي؛ خو نوي بندیزونه یې، ځکه لګولي چې شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د بندیزونو لاندې د توغندیو ازموینې روانې ساتلي دي.

امریکا هم نظامي تمرینونه زیات کړي او د کوریا ټاپو وزمې ته نږدې یې د اټومي وسلو او الوتکو لېږدوونکې کښتۍ او نور نظامي تجهیزات ځای په ځای کړي دي.

Trending

Exit mobile version