مهم خبرونه
د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر ومړ

د راپورونو له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر کالین پاول نن (دوشنبه د تلې ۲۶) د ۸۴ کلونو پر عمر له کرونا ویروسه ومړ.
د پاول کورنۍ د نوموړي د مړینې خبر تائید کړی حرګندوي، چې هغه د کورونا ویروس واکسین هم ترلاسه کړی و.
پاول د امریکا د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیز په توګه هم دنده ترسره کړې او د جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټیک ګوندونو له څلور ولسمشرانو سره یې په بېلابېلو پوستونو کې کار او دنده تر سره کړې ده.
پاول په عراق کې د امریکا د برید پر وخت د بهرنیو چارو وزیر و.
پر ۲۰۱۲ زېږدیز کال د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاول وینا یوه نه هېرېدونکې منل شوې او په کې نوموړي ادعا وکړه، چې عراق د ډله ییزې وژنې وسله لري؛ خو په عراق کې ونه موندل شوه.
کوید۱۹
د روغتیا نړیوالې ټولنې د کرونا ویروس له نوې خپرېدونکې بڼې خبرداری ورکړ

د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې XBB.1.5 نومی د Omicron کروناویرس نوې خپرېدونکې بڼه کشف شوې ده.
اوسمهال د دې نوې بڼې په اړه ډېر څه پېژندل شوي ندي؛ خو لومړنۍ څېړنې ښیي؛ شونې ده، چې دا نوې بڼه د Omicron کروناویرس د پخوانیو بڼو پر پرتله ډېر ساري او خپرېدونکې وي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د کرونا ویروس تخنیکي مشر ماریا وان کرکوف یوې خبري غونډې ته ویلي؛ مونږ د XBB.1.5 بنې د ودې د غوره والي په اړه اندېښمن یوو.
ساینس پوهان اوس هم نه پوهیږي، چې آیا دا نوې بڼه د ډېرې سختې ناروغۍ لامل کیږي یا به د اوږدمهاله کرونا جدي پایلې ولري.
څېړونکي د XBB.1.5 پر وړاندې د واکسینونو څخه د ژغورنې کچه هم څېړي. دوی وايي، چې د دوه اړخیز (mRNA) واکسین د دې نوې بڼې پروړاندې د ژغورنې غوره لار ده.
لوبی
لیونل میسي او ارجنتاین د قطر ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام پایلوبه وګټله

ارجنتاین د یکشنبې پر ورځ د سپورت په تاریخ کې ترټولو ولوله ییزه سیالۍ کې فرانسې ته د پینالتي پر ګوزار ماتې ورکړه او د قطر ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام یې خپل کړ.
په اضافي وخت کې له ۳ـ۳ مساوي وروسته؛ ارجنتاین پایلوبه ۴ـ ۲ د پینالتۍ پر ګوزارونو وګټله.
د ارجنټاين لیونل ميسي د پایلوبې غوره لوبغاړی شو؛ خو د سرو زرو بوټ د فرانسې کیليان ایمباپي ته ورکړ شو. نوموړي په نړیوال جام کې ټول اته ګولونه کړي او ميسي اووه.
غوره ګول ساتونکی د ارجنتاين ايمي مارتينیز شو او د ارجنتاين اینزو فرنندیز د سږني نړيوال جام غوره ځوان لوبغاړی ونومول شو.
میسي له ۱۹۸۶ ز. کال راپدیخوا ارجنتاین لومړۍ بریا او په ټولیزه توګه درېیمې بریا ته ورساوه.
ارجنتاین له نیمه وخت څخه مخکې دوه ګولونه کړي وه؛ یو میسي او بل د آنخل دی ماریا لخوا ترسره شوي دي.
لوبه له ۴۵ دقیقه یي دوه لوبو وروسته په اضافي وخت کې پای ته ورسېده او دواړه لوبډلې ۲-۲ مساوي شول.
میسي په اضافي وخت کې د ارجنتاین بریا بېرته ترلاسه کړه؛ په ۱۰۸ دقیقه کې یې یو ګول وواهه، چې بیا په ۱۱۸ دقیقه کې ایمباپي Mbappe هم ګول وواهه او پایلوبه مساوي شوه.
د یادونې ده، چې ارجنتاین او فرانسې دواړو دوه دوه ځله نړیوال جام ګټلی دی.
ساینس او ټیکنالوژي
ایلان ماسک د ترمپ د تویتر اکاونت د بیا فعالولو لپاره ټولپوښتنه پیل کړه

د تویتر نوي چارواکي ایلان ماسک د جمعې پر ورځ له کاروونکیو وغوښتل، چې په دې ټولنیزه شبکه کې د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د اکاونت د بیا فعالولو په اړه څه نظر لري.
په دې ټولپوښتنه کې، چې تر سبا پورې به روانه وي؛ میلیونونو کسانو ګډون کړی دی.
ماسک دا ټولپوښتنه له هغهې څو ساعته وروسته پیل کړه، چې هغه د درې نورو مشهورو شخصیتونو د تویتر حسابونو د بیا فعالولو اعلان وکړ.
ترمپ مخکې له دې، چې د ۲۰۲۱ ز. کال په جنورۍ کې یې حساب وځنډول شي؛ په تویتر کې له ۸۸ میلیون څخه ډېر پیروان درلودل. تویتر د ترمپ د اکاونت د بندولو لامل “تاوتریخوالی او هڅونه” نومولې ده.
د می په میاشت کې ماسک له تویتر څخه د ترمپ ګوښه کول اخلاقي تېروتنه او احمقانه دریځ نومولی و.
-
تازه خبرونه4 days ago
امریکا د اسلامي امارت ځینو چارواکو ته د ویزو پر ورکولو بندیز ولګاوه
-
لوبی4 days ago
آریانا تلویزیون د افغانستان فتسال غوره لیګ سیالۍ خپروي
-
سوداگري4 days ago
د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ له لارې ترانسپورتي لېږد رالېږد وځنډول شو
-
تازه خبرونه2 days ago
هالندي ځواکونه په افغانستان کې له یوه بریده ژوندي پاتې کسانو ته تاوان ورکوي
-
سوداگري5 days ago
ایران په افغانستان کې د سوداګریزې پانګونې په لټه کې دی
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان له زندانونو ۱۲۰ افغان بندیان آزاد شول – د افغانستان سفارت
-
تازه خبرونه5 days ago
د امریکا استازي او پاکستانيو چارواکو د اسلامي امارت د ښځینهوو پر بندیزونو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
د ټیټ کیفیت څلور تانکره دیزل بېرته ایران ته وروګرزول شول