نړۍ

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران اوکراین ته سفر کوي

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او دفاع وزیر لوید آسټین د اوکراین له ولسمشر سره د لیدنې لپاره کیف ته ځي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې دوی د یکشنبې پر ورځ د اپریل پر ۲۴ دغه هېواد ته ولاړ شي.

د امریکا دوه لوړ پوړي چارواکي د لومړي ځل لپاره اوکراین ته ځي.

د دغه سفر په درشل کې روسیې پر بندري ښار اودیسه توغندیز برید تر سره کړی او د اوکرایین په ډېرو برخو کې نښتې روانې دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او دفاع وزیر سره د لیدنې له اعلانولو سره ویلي، چې هغه به له دوی سره د اړینو وسلو او د هغوی د چټکو را رسولو په اړه خبرې وکړي.

له بلې خوا امریکايي چارواکو د دغه سفر د موخې په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version