تازه خبرونه

د امریکا د ناکامې ډیموکراسې بېلګه په افغانستان کې ونه منل شوه – چین

Published

on

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ژائو ليجيان د جمعې پر ورځ ويلي؛ د امريکا ډيموکراسي کومه غوره بېلګه نه، بلکې يو ناکام بهیر دی، چې پر نورو یې تپل له ناکامۍ او بې لارۍ پرته بله پایله نلري.

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د روسیې د ولسمشر رسنیز مرستیال دیمتري پیسکوف تېره اوونۍ ویلي؛ واشنګټن هڅه کوي د ډیموکراسۍ اصطلاح ځانته ځانګړې کړي او غواړي یوازې هغه ډیموکراسي ومني، چې امریکا پرې باور لري.

هغه زیاته کړې؛ واشنګټن د وېش نوې کرښې رامنځته کول غواړي، چې هېوادونه له خپل اند سره سم پر ښو او بدو ووېشي.

ژائو د امریکا په ځواب کې ویلي، چې په دې آسانۍ د وېش کرښې رامنځته کول؛ د ډیموکراسې له مسخه کولو پرته بل څه ندي.

ژائو ویلي، چې ډیمتري پیسکوف ښه خبره کوي؛ د “ډیموکراسۍ او استبداد”  کرښې جوړول به یوازې ایډیالوژیکي ټکر رامنځته کړي، چې په بشپړ ډول د ډیموکراسۍ مسخه او سپکاوی دی.

ژائو وایي؛ د امريکا ډيموکراسي د يوې بېلګې ښکارندویه نده، بلکې يوه ماته شوې بڼه ده. لکه څنګه، چې د پلازمېنې تاوتريخوالي وښودله؛ د امريکا د ډيموکراسۍ افسانه له منځه ولاړه.

ژائو په ډاګه کړې؛ د پیو څېړنیز مرکز وروستی راپور ښیې، چې د امریکا لوی اکثریت د خپل هېواد د سیاسي سیسټم په اړه ژوره ناهیلي څرګندوي. د امریکا نومول شوی “د ډیموکراسۍ څراغ” له اوږدې مودې راهیسې  له منځه تلی دی.

هغه ویلي، چې د امریکا د ډیموکراسۍ صادرولو هم سخته ماته لیدلې ده.

دغه راز ویل کیږي، چې د امریکا د ډیموکراسۍ صادرول هم یوه ناکامي ده. په افغانستان کې د امریکا ډیموکراسي کارنده نه وه او ناکامه شوه، چې له کبله یې د امریکایي ځواکونو وتل له ماتې سره مخ شول او له ۱۰۰۰۰۰ څخه د ډېرو افغانانو ژوند یې ترې واخیست.

ژائو زیاتوي؛ د عرب پسرلي نومې هڅې په میلیونونه خلک کډوال، بې کوره او درپر در کړل.

رویټرز راپور ورکړی، چې هغه دغه راز ویلي، چې د امریکایي ډیموکراسۍ تپل به یوازې نور خلک هم ترې وګرزوي او یا لار ترې ورکه کړي.

Trending

Exit mobile version