تازه خبرونه

د امریکا د ټنګ ټکور په ننداره کې اته کسان تر پښو لاندې مړه شول

Published

on

د امریکا د تګزاس ایالت په هیوسټون ښار کې د اسټرو ورلډ د ټنګ ټکور د نندارې د پرانیستې پر شپه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

پېښه تېره شپه پر ځايي وخت شاوخوا ۹ بجې په یوه پارک کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ګڼ شمېر خلک نندارې ته د تللو لپاره راټول شوي وه.

د هیوسټن د اور وژنې ادارې مشر سامویل پینا د مړیو یاد شمېر تائید کړی دی.

د هیوسټن اور وژنې ډلې ۱۷ کسان روغتون ته رسولي، چې پر ۱۱ یې د زړه حمله راغلې وه.

پینا زیاته کړې؛ دغو ۵۰ زره کسیزو نندارچیانو دغې دوه ورځنۍ نندارې ته ټکټونه اخیستي وه؛ خو له پېښې وروسته د نندارې دوه یمه ورځ لغوه شوه.

Trending

Exit mobile version