سوداگري
د امریکا له بندیزونو څخه د چابهار بندر معافیت وغځول شو
ایکانومیک ټایمز څرګندوي؛ دا غځېدا د هند او امریکا ترمنځ له ژورو خبرو اترو وروسته رامنځته شوه. نوي ډیلي ټینګار کړی، چې د چابهار بندر پرلهپسې فعالیت نه یوازې د سیمهییز اتصال پروګرام د بریالیتوب لپاره، بلکې افغانستان ته د بشري مرستو په اړه هم اړین دی.
ایکانومیک ټایمز د څرګندونو له مخې؛ امریکا د چابهار بندر معافیت د راتلونکي کال تر پیل پورې غځولی، چې د هند د سیمهییز اتصال پلان لپاره سټراټیژیک اهمیت لري او له افغانستان، مرکزي آسیا او روسیې سره د نوي ډیلي د اقتصادي اړیکو پراخولو لپاره لار اواروي.
ایکانومیک ټایمز څرګندوي؛ دا غځېدا د هند او امریکا ترمنځ له ژورو خبرو اترو وروسته رامنځته شوه. نوي ډیلي ټینګار کړی، چې د چابهار بندر پرلهپسې فعالیت نه یوازې د سیمهییز اتصال پروګرام د بریالیتوب لپاره، بلکې افغانستان ته د بشري مرستو په اړه هم اړین دی.
اسلامي امارت د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا لپاره له چابهار بندر څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې غوښتنه کړې ده.
اقتصاد وزارت د چابهار فعالیت د سیمې او افغانستان لپاره مهم بولي او څرګندوي؛ افغانستان هڅه کوي، چې د چابهار له لارې خپل صادرات او ټرانزیټ ته پراختیا ورکړي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي، چې له چابهار څخه افغانستان د خپلو صادراتو او ټرانزیټ د پراختیا په هڅه کې دې.
نوموړي زیاته کړې؛ له دې لارې فعالیت کېدی شي د منځنۍ او جنوبي آسیا تر منځ د دهلیز په توګه مطرح شي.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ د پرا ختیا لپاره د ولایتي ظرفیتونو پر کارولو ټینګار کړی دی.
په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي هم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ایران د تېلو صادرات د اوسپنېپټلۍ له لارې ترسره شوي دي.
د اقتصادي چارو شنونکو ويلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د پولې دواړو غاړو ته د ولایتي ظرفیتونو کارول اړین دي. د چابهار بندر فعالیت او په کې د ظرفیتونو جوړېدل به نه یوازې دافغانستان پر اقتصاد، بلکي د سیمې پر اقتصادي همکاریو هم مثبتې اغېزې لري.
راپورونه ښيي؛ روسیه، د قزاقستان او ازبکستان له لارې هم غواړي، چې له دې بندر څخه د هند او نورو آسیایي هېوادونو سره د سوداګرۍ د ودې لپاره کار واخلي.
ویل کیږي، چې چابهار بندر د هند او ایران ترمنځ د لس کلن تړون له مخې فعالیت کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ صادراتي، ټرانزیټي او اقتصادي همکاریو ته زمینه برابروي، چې په وروستیو اوونیو کې هند له دې لارې افغانستان ته څو امبولانسونه او طبي مرستې هم لېږلې دي.
