Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا له خاورې د ستورمزلو استول په بریالیتوب تر سره شول

خپور شوی

د

د امریکا ځانګړيو فضایي خدماتو رامنخته کوونکي  فضایی شرکت په سپیس اکس فضایي بېړۍ کې دوه ستور مزلي فضا ته واستول.

د دوی دغه توغندی د شنبې پر ورځ په  ځایي وخت له غرمې ورسته ۳:۲۲ د فلوریډا د کنیډي له فضایي مرکزه وتوغول شو.

دا په تېره یوه لسیزه کې د دې هېواد له ځمکې څخه د راګرزیدو لومړنی انساني سفر دی.

د ناسا مشر جیم بریډنسټین ویلي؛ اوس مو له ۹ کلونو وروسته امریکایي ستورمزلي پر امریکایي توغندیو له امریکا وتوغول.

ناسا په ډاګه کړې، چې د سپیس اکس دا الوتنه به د عامه ټرانسپورټي سیسټم د ډاډمنولو لپاره وروستۍ هڅه وي.

ناسا دا هم په ډاګه کړې، چې ستور مزلي به د خپل ماموریت په بهیر کې د فضایي چاپیریال د څارنې سیسټم ، څرګندوونکي، د ځواک څارونکي، ځمکې ته د کښته کیدنې وړتیا او نور ډېر څه تر آزموينې لاندې ونیسي.

د سی ان ان د څرګندونو له مخې؛ ، امریکا په ۲۰۱۱ کال کې د شاټل له فضایي پروګرام  وروسته خپل ستورمزلي فضاته نه دي استولي؛ له همغه وخته د ناسا ستور مزلي اړ ول، چې روسیې ته سفر وکړي او په سیوز فضايي مرکز کې زدکړې ترلاسه زدکړې تر لاسه کړي.

کیدی شي، چې دراګون نومې دا فضایي بېړۍ، چې دوه امریکایي ستورمزلي لیږدوي؛ د یکشنبې پر سهار د ځایی وخت پر  ۱۰:۱۹ دقیقو نړیوال فضایي مرکزته ورسیږي.

تازه خبرونه

د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې اړه یې د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې اړه یې د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي: امیر خان متقي په دې اړیکه کې ویلي؛ د اسلامي امارت پلاوي د مشرتابه پر ځانګړي صلاحیت، سپارښتنه او ښه نیت له پاکستاني لوري سره د استانبول په خبرو کې ګډون وکړ او زیاتوي: افغان پلاوی له پاکستان سره د ستونزو حل ته د ډیپلوماسۍ او همغږۍ له لارې لومړیتوب ورکوي. 

ویل کیږي، چې د خبرو په درېیم پړاو کې پاکستانی پلاوی د هېڅ راز مسوولیت منلو ته چمتو نه‌و؛ نو، ځکه دا پړاو خبرې ودرېدې.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ایران او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو خپلې ټیلیفوني خبرې پر افغانستان راوڅرخولې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عراقچي د دواړو ګاونډ او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او دوستانه اړیکو د غځولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پراخولو لپاره د تهران پر هوډ هم ټینګار څرګند شو.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د وروستیو سیمه‌ییزو پرمختګونو، دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عراقچي د دواړو ګاونډ او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او دوستانه اړیکو د غځولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پراخولو لپاره د تهران پر هوډ هم ټینګار څرګند شو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره، هغه د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره د سیمې د اغېزمنو هېوادونو پر همکارۍ د پرله‌پسې خبرو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې هر ډول منځګړیتوب ته د ایران چمتووالی اعلان کړ.

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د وروستیو خبرو اترو د پایلو په اړه خبرې وکړې او په سیمه کې يې د سولې او ثبات د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د سیمه‌ییز وضعیت؛ په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه خپلې مشورې او اړیکې جاري وساتي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پنجشېر کې پارنده بند ۱۰۰ سلنه بشپړ شو

د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې د پنجشېر خلک به له خپلو اوبو څخه تولیدي برښنا وکاروي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۸, ۱۴۰۴

د پنجشېر والي ویاند ویلي، چې په دې ولایت کې د پارنده بند چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوي او دا پروژه د ګټې اخیستنې په درشل کې ده.

د پنجشېر ولایت ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ دا لومړی ځل دی، چې د پنجشېر خلک به له خپلو اوبو څخه تولیدي برښنا وکاروي.

د لټون د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د اوکراین د برښنا څانګوالو(متخصصینو) او د «انټر ګلوبل میډل ایسټ» شرکت د ۷.۶ میلیون ډالرو پر لګښت ډیزاین او پلې کړې ده.

ویل کیږي، چې دا بند به د څلور میګاواټه برښنا د تولید وړتیا ولري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!