تازه خبرونه
د امریکا ملي امنیت سلاکار له غني او عبدالله سره د تیلیفون پر لیکه خبرې کړي
ولسمشر اشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د جمعې پر ورځ د امریکا د ملي امنیت له سلاکار رابرت اوبراین سره د تیلیفون پرلیکه پر امنیتي مسایلو بحث وکړ او د اړتیا له مخې له طالبانو سره پر خبرو ټینګار وشو.
د ارګ د څرګندونو له مخې؛ په دې خبرو کې رابرت اوبراین ویلي؛ امریکا له متحد، خپلواک، ولسواک او واحد افغانستان څخه، چې یو ځل بیا د تروریستانو لپاره د امن پر ځای بدل نشي، ملاتړ کوي.
د ارګ د خبپاڼې له مخې؛ دواړو لوریو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پر ژر پیلولو ټینګار کړی دی.
ارګ دا هم ویلي، چې دواړو لوریو په دې تیلیفوني اړیکه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتولو خپله اندېښنه وښوده او څرګنده یې کړه، چې باید دغه تاوتریخوالی په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات رامنځته کولو لپاره بند شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ طالبانو د جګړې د ډګر مشري د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب ته سپارلې او د مرکچي ډلې لپاره یې د طالبانو یو شمېر نورې نفوذ لرونکې څېرې غوره کړې دي.