تازه خبرونه
د امریکا ملي امنیت شورا له افغان خبریالانو ملاتړ څرګند کړ
د امریکا ملي امنیت شورا پر افغان خبریالانو موخه ییز بریدونه غندلي او له ټولو ښکېلو خواوو يې غوښتي، چې دا ډول بریدونه وغندي او ودروي.
په افغانستان کې په موخه ییزو بریدونو کې د یو شمېر خبریالانو له وژل کیدو وروسته د امریکا ملي امنیت شورا غبرګون ښودلی او د دغه راز بریدونو دغندلو ترڅنګ یې ویلي، چې امریکا له افغان خبریالانو سره دریږي.
یاد بنسټ څرګنده کړې: پر افغان خبریالانو موخه ییز بریدونه د شرم وړ دي؛ هر هغه څوک، چې افغانان او افغانستان ورته ګران وي، باید دا ډول بریدونه وغندي.
په کابل کې د خبریالانو مدافع بنسټونو د امریکا له ملي امنیت شورا غوښتي، چې پر وسلوالو مخالفانو فشار واچوي، چې د خبریالانو له وژنو لاس واخلي.
د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي مشر ويلي، چې د سولې په دوه یم پړاو خبرو کې به له طالبانو سره د بیان پر آزادۍ او د خبریالانو پر خوندیتوب خبرې او بحث وکړي.
د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیه مشر مجیب خلوتګر د امریکا د ملي امنیت شورا د دغه دریځ ستاینه کړې او وایي؛ باید پر وسلوالو مخالفانو فشار راوړي، چې د خبریالانو له وژنو لاس واخلي.
خبریال سمیع الرحمن ویلي: حکومت د خبریالانو د ژوند خوندي کولو لپاره جدي ندی، مونږ له حکومته غواړو، چې د خبریالانو خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي.
انځور اخیستونکي مختار کوهستاني ویلي؛ که دا ډول ګواښونه وي، مونږ نشو کولی خپل کار روان وساتو. مونږ خوندي نه یو او په هر ځای او سیمه پرنښه شوي یو.
د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ويلي، چې پدې پړاو خبرو کې به د خبریالانو د ژوند د خونیتوب په اړه له طالبانو سره وغږیږي.
پدې وروستیو کې د خبریالانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ شوی او په موخه ییزو وژنو کې پر نښه کیږي او څوک د دغو وژنو مسوولیت هم پر غاړه نه اخلي.