تازه خبرونه

د امریکا نوی حکومت دې په افغانستان کې پر مناسب سیاست غور وکړي

Published

on

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو د امریکا له نوي حکومته غوښتي، چې د افغانستان د ثبات لپاره مناسب سیاست غوره او روان  دوګوني حالت پریږدي.

ټاکل شوې، چې د چارشنبې پر ورځ به د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسم پر ځای کړي.

دوی په ډاګه کړې؛ د امریکا غوره شوي ولسمشر جوبایډن ته په کار ده، چې له افغانستان سره د امریکا ستراتژیک او امنیتي تړونونو ته ژمن پاتې شي او ثبات ته تر رسیدو پورې د افغانانو لاس نیوی وکړي.

د مشرانو جرګې غړی کامل بیک حسیني وایي: مونږ جوبایډن ته پیغام لرو، چې امریکا باید د افغانستان په اړه خپلو سیاستونو کې د بشري حقونو ارزښتونه او انساني کرامت ته پام راواړوي. هغو تړونونو ته، چې له مونږ سره لاسلیک شوي؛ ډونالد ترمپ ورته پاملرنه ونکړه او اړوند مادې یې پلې نشوې، پلې کړي او د افغانستان لپاره پر روان سیاست بیا کتنه وکړي.  

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار هم پر جوبایډن د لاسنیوي غږ کړی او وایي: د امریکا نوی حکومت باید د افغانستان د سولې لپاره هڅې وکړي؛ ځکه له طالبانو سره د دې هېواد د هوکړې له متنه سرغړونې شوي او بیا کتنې ته اړتیا لري.   

د مشرانو جرګې بل غړي سید صفي الله هاشمي هم له امریکا ورته غوښتنه لري او وایي: په افغانستان کې د ډېرو ننګونو عامل امریکا ده او نوی حکومت باید د افغانستان په اړه نرم سیاست غوره کړي، چې امنیت او ثبات ته ورسیږي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلم یار ويلي، چې امریکا یوازې خپلې ګټې پاللې او ورته په کار ده، چې افغانان په دې حساسو شرایطو کې یوازې پرینږدي او د امنیتي تړون له مخې عمل وکړي.

د مشرانو جرګې غړي په دې باور دي، چې که امریکا وغواړي طالبان سولې اته قانع او پر ملاتړیو یې فشار هم راوستلی شي.

Trending

Exit mobile version