Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا ولسمشر جوبایډن نن د ځواکونو پر وتلو او د افغانستان پر راتلونکي خبرې کوي

خپور شوی

د

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر به پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۷ په راتلونکیو څو ګړیو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او په راتلونکي کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه وغږیږي.

رويټرز څرګنده کړې؛ ولسمشر جو بایډن نن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خپل ترټولو پراخ او هراړخیز اندونه وړاندې کوي، چې ورسره به د کورنۍ جګړې د پېښېدو په اړه د جمهوري غوښتونکیو اندېښنې او نیوکې راوپاروي.

د رویټرز په راپور کې راغلي؛ امریکا به له طالبانو سره د هوکړې له مخې د دوبي تر پایه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

دې کار د افغانستان په ډېرو برخو کې د واک تشه رامنځته کړې او طالبانو د تاجکستان سره د پولو په ګډون د هېواد پراخې سیمې ونیولې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، چې جوبایډن به د پنجشنبې پر ورځ خپلو خلکو ته په خطاب کې د افغانستان په اړه د خپلې ادارې پر تګلاره معلومات وړاندې کړي اوټاکل شوې، چې د ځواکونو د وتلو په اړه بدلونونه هم ورسره مل وي.

دغه راز د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.

له بلې خوا ډېريو کارپوهانو د دغه راز وتلو په اړه له کورنۍ جګړې خبرداری ورکړی دی.

ترټولو مهم خبرداری په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوي غوره شوي قومندان جنرال آسټین میلر خپور کړی، چې د ځواکونو له بشپړ وتلو سره به په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځته شي.

د امریکا استخباراتي سرچینې هم دې پایلې ته رسیدلي، چې د افغانستان حکومت او اردو د کابل ساتنه نشي کولی او روانه شل کلنه جګړه هم پوځي حل نلري.

دا په داسې حال کې ده، چې جوبایډن د ډونالډ ټرمپ سیاسي هوکړه وننګوله او د نظامي مشرانو پر مشرۍ یې وغوښتل، چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره باید خپل حضور د سپټمبر تر ۱۱ خوندي او د زور له لارې د طالبانو د بیا واکمنېدو مخه ونیسي، چې دې کار د سولې خبرې وځنډولې او جګړې هم په هېواد کې پراخې شوې.

تازه خبرونه

په هند کې د یوه افغان زده‌کوونکي مړی وموندل شو

د ټایمز آف انډیا د څرګندونو له مخې، ۳۴ کلن بین‌الله ضیاء، چې په ایم ایس پوهنتون کې د ودانیزې انجنیرۍ په برخه کې یې د دوکټورا زده‌کړې کولې؛ د وډوډارا ښار د فاتح‌ګنج سیمې د یوه استوګنځي په یوه اپارتمان کې اوسېده.

Published

on

هندي رسنیو راپور ورکړ، چې د شنبې پر شپه ناوخته د هند په ګجرات ایالت کې د یوه افغان زدهکوونکي مړی په خپله خونه کې وموندل شو.

د ټایمز آف انډیا د څرګندونو له مخې، ۳۴ کلن بین‌الله ضیاء، چې په ایم ایس پوهنتون کې د ودانیزې انجنیرۍ په برخه کې یې د دوکټورا زده‌کړې کولې؛ د وډوډارا ښار د فاتح‌ګنج سیمې د یوه استوګنځي په یوه اپارتمان کې اوسېده.

هندي پولیسو ویلي، چې جسد یې د عدلي طب کتنې ته لېږل شوی دی.

چارواکو د ځان‌وژنې احتمال رد کړی؛ خو انګېزه یې اوس هم څرګنده شوې نده.

پولیسو زیاته کړې، چې دوی د ضیاء ګرځند هم د نښو د ترلاسه کولو لپاره تر کتنې لاندې نیولی دی.

د ضیاء ملګرو ویلي، چې دوی د شنبې پر ورځ د هغه د اپارتمان دروازه وټکوله؛ خو هیڅ ځواب یې ترلاسه نکړ. کله، چې پولیسو دروازه پرانیسته؛ مړی یې په خونه کې وموندل شو.

ځایی چارواکو ویلي، چې د مړینې د دقیق لامل په اړه څېړنې روانې دي او وروستۍ پایلې به یې د قانوني پړاوونو له بشپړېدا وروسته وړاندې شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د غصب شویو ځمکو لپاره د ځانګړې محکمې په چارو کې د نه‌لاسوهنې حکم صادر شو

ویل کیږي، چې ياده محکمه د امارتي غصب شويو ځمکو اړوند شخړې د کمیسيون له لوري پر هر اړخيزه بڼه ارزوي او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره کوي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر حکم کړی؛ د غصب شویو امارتي( سلطاني) ځمکو، عامه څړځایونو او وقفونو د قضیو څېړنه یوازې د غصب شویو ځمکو لپاره د ځانګړې محکمې په واک کې ده او هیڅ بل وزارت یا اداره حق نلري، چې په دې قضیو کې لاسوهنه وکړي.

د دې حکم د لومړۍ مادې له مخې؛ د غصب شویو اماراتي ځمکو، عامه څړځایونو او وقفونو پورې اړوند ټولې قضیې یوازې د دې محکمې په واک کې دي او نورې امارتي ادارې نشي کولی په کې مداخله وکړي.

د حکم دوه‌یمه ماده ښیي، چې څنګه شکایتونه وړاندې شي. هغه اشخاص، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون یا ولایتي تخنیکي کمیټو پر وړاندې شکایتونه لري کولی شي خپل شکایتونه پر لیکلې بڼه ځانګړې محکمې ته د بیاکتنې او حل لپاره وسپاري.

د حکم درېیمه ماده ټینګار کوي؛ وزارتونه او نورې امارتي ادارې حق نلري، چې د کمیسیون یا تخنیکي کمیټو پورې اړوند شکایتونه ترلاسه کړي یا له هغوی څخه پوښتنې وکړي. د دې حکم له صادرېدا وروسته هر راز هڅې، چې له واک پرته ترسره شي غیر مجاز ګڼل کیږي.

د امارتي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمه د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي کمیسيون په چوکاټ کې د غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسیدګۍ لپاره کار کوي او په کابل، بلخ، هرات او کندهار زونونو کې فعاليت لري، چې د يادو ولايتونو او د هغو ګاونډ ولايتونو اړوندو قضيو ته رسېدګي کوي.

ویل کیږي، چې ياده محکمه د امارتي غصب شويو ځمکو اړوند شخړې د کمیسيون له لوري پر هر اړخيزه بڼه ارزوي او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ولې نور هېوادونه له افغانستان څخه امنیتي اندېښنه نلري؟ – د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر

افریدی پوښتنه کوي، چې که رښتیا هم وسله‌وال له افغانستان څخه فعالیت کوي؛ نو ولې د افغانستان نور ګاونډ هېوادونه ورته اندېښنې او شکایتونه نه‌کوي.

Published

on

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی د پاکستان د حکومت هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې، چې ګواکې وسله‌وال د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه ترسره کوي او د دې ادعا د ثابتولو لپاره یې د شواهدو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

افریدی پوښتنه کوي، چې که رښتیا هم وسله‌وال له افغانستان څخه فعالیت کوي؛ نو ولې د افغانستان نور ګاونډ هېوادونه ورته اندېښنې او شکایتونه نه‌کوي.

هغه ټینګار کړی، چې دا ډول ادعاوې باید له روښانو او د باور وړ شواهدو سره مل وي.

نوموړي د ډیورنډ فرضي کرښې ته په نغوته( اشره) کې د اغزن تار لګولو لپاره د ډېرو پیسو لګولو په اړه هم ویلي؛ چارواکو تل خلکو ته ډاډ ورکړی، چې دا به پاکستان ته د وسله‌والو د ننوتلو مخه ونیسي.

د هغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ له تاوتریخوالي وروسته ناندرې روانې دي. پاکستانيو چارواکو پر ځلونو ادعا کړې، چې وسله‌وال د پاکستان د برید لپاره د افغانستان خاوره کاروي؛ خو اسلامي امارت تل دا ادعا رد کړې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!