تازه خبرونه
د امریکا ولسمشر د آسیایي هېوادونو د امنیت او ثبات په اړه خوښي څرګنده کړې
د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي، په تېرو اتلس مياشتو کې د امريکایي تګلارې له پلي کېدا د آسيايي هېوادونو امنيتي وضعيت ښه شوی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن، څرګنده کړې؛ هغه تګلارې، چې مونږ په تېرو ۱۸ میاشتو کې د بهرنیو مسلو په اړه درلودې؛ په آسیا کې یې ثبات او امنیت ښه کړی دی. که څه هم په اوکراین کې د روسیې یرغل په ټوله نړۍ کې اقتصادي وضعیت ګډوډ کړی؛ خو مونږ هڅه کوو، چې منفي اغېزې یې را کمې کړو.
د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنیت شورا مرستیال پدې باور دی، چې د تېر کال په اګسټ میاشت کې له افغانستان څخه د دغه هېواد د پوځیانو ایستلو پدې هېواد د ملګرو هېوادونو باور ته زیان اړولی دی او غلیمان یې زړور کړي دي.
د امریکا د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مرستیالې کیتي مک فارلند ویلي: له افغانستان څخه زمونږ غیرمعمولي وتل په نړۍ کې د امریکا دریځ بدل کړی. له هغه وخت راپدیخوا زمونږ دوستان نور ره مونږ باور نلري او زمونږ دښمنان نور له مونږ نه ویریږي.
دغه راز امریکايي چارواکو فاکس نیوز ته ویلي، چې واشنګټن له تېرو پېنځه میاشتو راپدیخوا پر اوکراین دومره پیسې لګولي، چې په افغانستان کې د پوځي حضور په لومړیو شپږو کلونو کې لګولې وې.
سیاسي شنونکی عزیز معارج پدې باور دي، چې د اوکراین په جګړه کې د امریکا او ناټو دریځ او له روسیې سره د امریکا او ناټو غیر مستقیمه جګړه به په اوږدمهال کې واشنګټن او مسکو د یو بل پر وړاندې ودروي.
په لرې او نږدې هېوادونو کې د شته کړکېچونو له په پام کې نیولو سره اسلامي امارت، چې په دې وروستیو کې د حاکمیت ډګر ته داخل شوی، په وار وار یې د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونکړي او ډاډ څرګندوي، چې افغانستان د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کوي.
تازه خبرونه
د روسیې ۲۸ ټنه بشري مرستې افغانستان ته ورسیدې
د روسیې تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ څوارلسمه ) کابل ته ۲۸ ټنه خوراکي توکي ولېږدول شول.
د روسيې د بېړنيو حالاتو وزارت افغانستان ته د دغه هېواد د بشري مرستو د پېنځمې جوپې له لېږلو خبر ورکړی دی.
د راپور له مخې؛ دغه مرستې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپارښتنې له مخې استول شوي دي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وه، چې په راتلونکي ژمي کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره له ۶ اعشاریه ۳ میلیون ډېرو ډالرو ته اړتیا ده.
د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ له دې مخکې په هېواد کې د خصوصي او دولتي بنسټونو له لارې له زيانمنو کسانو سره د لاسرسي لپاره ١٥ ميليون ډالر بودجه ځانګړې شوې وه.
که څه هم په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د نړیوالو د بانکي بندیزونو، د کار د نشتوالي او د نړیوالو مرستو د کمښت له کبله په کورنیو کې بېوزلي زیاته شوې؛ خو هر کال په هېواد کې د ژمي د موسم له رانږدې کېدو سره د هېوادوالو اړتیاوې زیاتې شوي. په ځانګړي توګه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خلک مرستو ته لاسرسی نلري.
تازه خبرونه
په ازبکستان کې میشت افغانان او سوداګر دې د هېواد په آبادۍ کې برخه واخلي
په دې کتنه کې افغان سوداګرو په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي توګه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په سوداګریزو چارو کې د ډېرو نورو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د ارګ د خبرپانې له مخې؛ تېرماښام سوداګرو او افغانانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره په لیدنه کې نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
په دې کتنه کې افغان سوداګرو په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي توګه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په سوداګریزو چارو کې د ډېرو نورو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په ازبکستان کې میشتو هېوادوالو او ملي سوداګرو ته ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې په هیواد کې دننه او له هېواده بهر د افغانانو نظریات او وړاندیزونه واوري او مناسبې حل لارې ورته ومومي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړې؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول د دې حق لري، چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي او هیچاته په هېواد کې امنیتي او سیاسي ستونزه نشته.
دغه راز هغه ویلي؛ په هیواد کې ټولو سوداګرو او پانګوالو ته په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونه او لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ویل کیږي، چې دغه ناست د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت په انګړ کې ترسره شوې؛ د ریاست الورزاء اداري مرستیال، مل پلاوي، سفیر او یو شمېر نورو مسوولانو په کې حضور درلود.
They did however ask for efforts to be made to ease certain processes relating to the trade of goods between the two countries.
تازه خبرونه
د کانونو د غیر قانوني کېندنو مخه دې ونیول شي – هدایت الله بدري
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې هدایت الله بدري د شرکتونو له مسوولینو او ځايي خلکو سره په کتنه کې ویلي، چې د کانونو غیر قانوني کېندنې ته اجازه نشته او ټول شرکتونه اړ دي، چې د قانون له مخې قراردادونه لاسلیک کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري بدخشان ولایت ته په خپل سفر کې د دفاع وزارت له ستر درستیز فصیح الدین فطرت او د بدخشان والي له مرستیال سره په کتنه کې د کانونو د غیر قانوني استخراج پر مخنیوي ټینګار وکړ او له سیمهییزو چارواکو یې وغوښتل، چې په دې اړه همکاري وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې هدایت الله بدري د شرکتونو له مسوولینو او ځايي خلکو سره په کتنه کې ویلي، چې د کانونو غیر قانوني کېندنې ته اجازه نشته او ټول شرکتونه اړ دي، چې د قانون له مخې قراردادونه لاسلیک کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کانونو او پټروليم وزارت د سرو زرو د ومنځلو او مسلکي کانونو د استخراج لپاره يوه هر اړخيزه کړنلاره چمتو کړې او کانکېندونکي کولى شي، چې د بدخشان د کانونو او پټروليم له رياست څخه خپل جوازونه ترلاسه او د قانون له مخې خپل کار وکړي.
د کانونو وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې د کانونو د غیر قانوني استخراج اجازه به هیچا ته ورنکړي او له سرغړونکیو سره به قانوني چلند وشي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په پاکستان کې د مذهبي شخړو د مړو شمېر له ۱۳۰ پورته شو
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د خوړو د ترلاسه کولو لپاره پور اخلي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
هندي میلیارډر ګوتم اداني د امریکايي چارواکو لخوا د فساد او رشوت ورکولو طرحه رد کړه
-
سوداگري4 days ago
بریکس هېوادونه دې د ډالرو له بې ارزښته کولو ډډه وکړي – ډونالډ ټرمپ
-
نړۍ3 days ago
روسیې او سوریې د تحریر الشام ځواکونو پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل
-
تازه خبرونه2 days ago
ایران له افغانستان سره پر پوله ځانګړي پوځي تمرینات پیل کړل
-
لوبی20 hours ago
په زمبابوې کې د افغانستان د دوه اړخیزو کرکټ لوبو پر اړینو ټکو ځان خبر کړئ
-
تازه خبرونه4 days ago
ټرمپ د افبيآی لپاره کاش پټل ونوماوه