تازه خبرونه
د امریکا ولسي جرګې له افغانستان څخه د بې مسوولیته وتلو د اسنادو احضاریه لاسلیک کړه
د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې مشر د دوشنبې پر ورځ هغه فرعي غوښتنه لاسلیک کړه، چې پر بنسټ به یې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په اړه اسناد وړاندې کړي.
مایکل مک کاول د امریکا د ولسمشر جو بایدن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستان څخه د بې مسوولیته وتلو او له همغه وخته د رامنځته شویو پېښو په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ جمهوري غوښتونکي او ځینې دیموکراتان وايي، چې هیڅکله د بې مسوولیته وتلو او دا، چې د کابل په هوايي ډګر کې ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ بشپړ حساب ورکړ شوی ندی.
مک کاول د بهرنیو چارو وزارت ته د دوشنبې تر ورځې وخت ورکړی و، چې اسناد چمتو او وړاندې کړي.
مک کاول په ډاګه کړې؛ له بده مرغه د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن له ځواب ورکولو ډډه وکړه او زه یې دې ته اړ کړم، چې د دې کمیتې د رییس په توګه خپله لومړۍ فرعي غوښتنه او احضاریه صادره کړم.
هغه ویلي، چې دغه احضاریه به د سې شنبې پر سهار وسپارل شي.
وال ستریت ژورنال په ۲۰۲۱ ز. کال کې په ډاګه کړې وه، چې په افغانستان کې شاوخوا دوهویشت امریکایي دیپلوماتانو د یوه تش په نامه مخالف له لارې بلینکن ته د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د طالبانو لاس ته د کابل د احتمالي سقوط خبرداری ورکړی و.
بلینکن تېره اوونۍ د استماعیه ناسې په بهیر کې ویلي وه، چې دې وزارت خپل څه نا څه معلومات وړاندې کړي او د نورو چمتو کولو لپاره کار کوي؛ خو ځینې ځانګړي معلومات او توضیحات شته، چې یوازې لوړ پوړیو چارواکو ته باید وړاندې شي. دا د هغه چا د هویت خوندي کول دي، چې مخالفت یې څرګند کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ویدانت پاتل ویلي، چې دا زمونږ لپاره اړینه ده، چې د مخالف کانال بشپړتیا وساتو؛ خو مونږ چمتو یوو، چې اړوند معلومات د توجیهي ناستو یا نورو میکانیزمونو له لارې وړاندې کړو.