Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا ولسي جرګې په افغانستان کې د تګلارې په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

د امریکا دیموکراتانو د ولسي جرګې د نظارت او اصلاحاتو په کمیته کې له پنتاګون او د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو وغوښتل، چې د روانې میاشتې په ناسته کې دې د افغانستان په اړه له خپلې تګلارې معلومات وړاندې کړي او ان دا ګواښ یې هم کړی، چې که ورسره همکاري ونکړي؛ نو دوی به احضار شي.

ولسي جرګې دفاع وزیر مارک ایسپر او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ته په یوه لیک کې په ډاګه کړې، چې دواړه وزارتونه د سپتمبر تر ۹ پورې خپل  شواهد وړاندې کړي.

په لیک کې راغلي: که ستاسې وزارتونه په داوطلبانه ډول شواهد وړاندې نکړي؛ نو د ملي امنیت فرعي کمیته به له اجبار پرته بله لار ونلري.

د بهرنیو چارو وزارت او پنټاګون له یو کال راپدیخوا د ولسي جرګې بلنه بې پاملرنې پریښې ده.

په لیک کې دا هم راغلي، چې پنتاګون له ورتګه انکار کړی او خلیلزاد د سفر له کبله یادې ناستې ته ندی ورغلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جولای د میاشتې په وروستۍ غونډه کې وویل، چې ټول سرتېري به د راتلونکي میلادي کال په می کې له افغانستان څخه ووځي.

هغه ویلي، چې شمېر به یې صفر ته راټیټ شي.

 

د دوحه تړون له مخې؛ چې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ په دوحه کې د خلیلزاد او ملابرادر په استازیتوب  لاسلیک شوی؛ له ۸۶۰۰ څخه ډېر امریکایي سرتېري له افغانستان څخه وتلي او د دوی پېنځه پوځي اډې افغان ملي اردو ته سپارل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت په وینا طالبانو د بندیانو د خوشې کولو بهیر نیمګړې پریښود او اشرف غني هم د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر ودراوه.

د دوحې تړون په له مخې، طالبانو شاوخوا ۱۰۰۰ حکومتي بندیان خوشې کړي دي. په داسې حال کې، چې حکومت د یادې هوکړې د نوملړ له ۵۰۰۰ طالب بندیان ۳۲۰ د نورو حکومتي بندیانو سره تبادلې ته وساتل.

تازه خبرونه

د لویدیځ بندیزونو د افغانستان اقتصادي پرمختګ ځنډولی – امیر خان متقي

امیرخان متقي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د دغو بندیزونو او خنډونو په لرې کولو کې فعال رول ولوبوي او د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې هیڅ هڅه ونه سپموي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې افغانستان د لویدیځو هېوادونو لخوا تر “ناقانونه” بندیزونو لاندې دی او امریکا د افغانستان بانک د شتمنیو له کنګل کولو سره د هېواد اقتصادي پرمختګ ننګولی دی.

امیرخان متقي له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د دغو بندیزونو او خنډونو په لرې کولو کې فعال رول ولوبوي او د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي بندیزونو په لرې کولو کې هیڅ هڅه ونه سپموي.

هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې ټینګار کړی؛ اسلامي امارت خپلې بهرنۍ اړیکې د متقابل درناوي او متوازن تعامل پر اصولو ولاړې کړې او افغانستان د آسیا زړه چمتو دی، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه کلیدي رول ولوبوي.

همدارنګه په دې غونډه کې امیر خان متقي خبرداری ورکړ، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم پرله‌پسې ظلم او تېری د سیمې د هېوادونو امنیت ته مستقیم ګواښ دی او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.

متقي زیاته کړې: “زه د اسلامي همکارۍ ټولنې پر غړو غږ کوم، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم ظلمونه ودروي. که نه؛ نو د دې وضعیت دوام به پر مستقیم ډول د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ته ګواښ وي او ویجاړونکي پایلې به رامنځته کړي.”

ویل کیږي، چې نوموړي د دې غونډې په څنډه د یوشمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان پر سیاسي او سوداګریزې ودې او پراختیا هم خبرې کړې دي.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسرائیلو پرله‌پسې ظلمونه سیمه‌ییز امنیت ګواښي – امیر خان متقي

متقي ویلي: ” د اسلامي همکارۍ ټولنې پر غړو غږ کوم، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم ظلم ودروي. که نه؛ نو د دې وضعیت دوام پر مستقیم ډول د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ګواښوي او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.”

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په استانبول کې د اسلامي همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یو پنځوسمه غونډه کې خبرداری ورکړ، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم دوامداره ظلم او تېري د سیمې د هېوادونو امنیت ته مستقیم ګواښ دی او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.

متقي ویلي: ” د اسلامي همکارۍ ټولنې پر غړو غږ کوم، چې د فلسطین او ایران پر وړاندې د اسرائیلي رژیم ظلم ودروي. که نه؛ نو د دې وضعیت دوام پر مستقیم ډول د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ګواښوي او کولی شي ویجاړونکې پایلې ولري.”

هغه زیاته کړې، چې دا غونډه باید یوازې د ننګونو د ثبتولو ځای نه‌وي، بلکې د عملي اقداماتو تعریف، د ګډو دریځونو غوره کولو او د نوښتګرو حل لارو وړاندې کولو لپاره هم نوښتګره وي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ټینګار کړی: “که اسلامي هېوادونه د قوي سیاسي ارادې، اسلامي ورورګلوۍ او همغږۍ او همکارۍ سره مخ پر وړاندې ولاړ شي؛ نه یوازې د دوی د ملتونو وقار به خوندي شي، بلکې دوی به پر نړیوالو پرېکړه کوونکو هم اغېز ولري.”

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه وغندل او د ډیپلوماسۍ غوښتونکی شو

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “د بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه د منلو وړ نه‌ګڼي او له ښکېلو خواوو غواړي، چې د دې موصوع د حل لپاره ډیپلوماسۍ ته وخت ورکړي.”

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه وغندل او په سیمه کې یې د بې ثباتۍ د نورې زیاتېدا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “د بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه د منلو وړ نه‌ګڼي او له ښکېلو خواوو غواړي، چې د دې موصوع د حل لپاره ډیپلوماسۍ ته وخت ورکړي.”

دا په داسې حال کې ده، چې پر یو بل د اسرائیلو او ایران بریدونه روان دي؛ امریکا پر فردو، نطنز او اصفهان کې د ایران درې اټومي سایتونه پر نښه کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!