تازه خبرونه
د امریکا پاتې پوځي تجهیزات د افغانستان شتمني ده – عبدالقهار بلخي
عبړالقهار بلخي له سيبيایس نیوز سره په مرکه کې ویلي: “دا (پوځي تجهیزات) د افغان حکومت شتمني ده او د افغان حکومت په واک کې به پاتې وي.”
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ويلي، چې په افغانستان کې پاتې پوځي تجهیزات د افغان حکومت شتمني ګڼل کیږي او د همدی دولت تر کنټرول لاندې به وي.
عبړالقهار بلخي له سيبيایس نیوز سره په مرکه کې ویلي: “دا (پوځي تجهیزات) د افغان حکومت شتمني ده او د افغان حکومت په واک کې به پاتې وي.”
هغه زیاته کړې: “خلک د خپل هېواد پر شتمنیو معامله نهکوي او د خبرو اترو او تعامل له لارې د ګډو ګټو د ترلاسه کولو لپاره لارې چارې لټوي.”
بلخي ویلي، چې اسلامي امارت غواړي جګړه پای ته ورسوي او له امریکا سره په اړیکو کې یو نوی پړاو پیل کړي.
د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال د راپور له مخې؛ د امریکا په پاتې پوځي تجهیزاتو کې ۷۸ الوتکې، ۴۰ زره پوځي وسایط او له ۳۰۰ زره څخه ډېرې وسلې شاملې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال له اسلامي امارت څخه د ۷ میلیارد ډالرو پر ارزښت د امریکایي پوځي تجهیزاتو د بېرته ورکولو غوښتنه کړې وه.
