نړۍ

د امریکا په میشیګان ایالت کې مرګونې ډزې؛ پېنځه کسان ووژل شول

د میشیګان ایالت پولیسو ویلي، د پېښې شکمن کس له تېښتې وروسته د پراخ لټون پر مهال په یوه ځنګلي سیمه کې موندل شوی او ووژل شوی دی.

Published

on

د امریکا د میشیګان ایالت په شمال کې د ډزو له کبله پېنځه کسان وژل شوي او یو بل کس سخت ټپي شوی دی.

د میشیګان ایالت پولیسو ویلي، د پېښې شکمن کس له تېښتې وروسته د پراخ لټون پر مهال په یوه ځنګلي سیمه کې موندل شوی او ووژل شوی دی.

د پولیسو د څرګندونو له مخې، د جمعې ورځې له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۴۰ پولیس د مسکي‌ګي ولسوالۍ یوه کور ته وروغوښتل شول او هلته یې د درې کسانو مړي او یو ټپي کس وموند.

د شکمن کس د لټون پر مهال پولیسو په یوه بل کور کې هم د یوه بل قرباني مړی موندلی دی.

پولیسو ویلي، ۳۹ کلن شکمن چاد هیکمن د وایټلاک جهیل ته څېرمه د یوې ځنګلي سیمې په شاوخوا کې له یوه بل کس سره یوځای وژل شوی وموندل شو.

پولیسو تر اوسه د قربانیانو هویت نه‌دی اعلان کړی او ویلي یې دي، چې د هغوی کورنیو ته د معلوماتو ورکولو لړۍ روانه ده.

Trending

Exit mobile version