نړۍ

د امریکا په ځنګلونو کې د اورلګېدو له کبله د مړو شمېر ۲۴ ته ورسېد

دا اورلګېدنه، چې د تېرې سې‌شنبې پر ورځ پیل شوې؛ د “سانتا آنا” نومو ځواکمنو بادونو له کبله خپور شو او تمه ده، چې د روانې اوونۍ تر نیمایي پورې به روان وي.

Published

on

د امریکا د کلیفورنیا د لاس انجلس د ځنګلونو په اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه، زرګونه بې کوره، له ۱۲ زره څخه ډېرې ودانۍ ویجاړې او له سان فرانسسکو څخه لویه سیمه یې سوځولې ده.

دا اورلګېدنه، چې د تېرې سې‌شنبې پر ورځ پیل شوې؛ د “سانتا آنا” نومو ځواکمنو بادونو له کبله خپور شو او تمه ده، چې د روانې اوونۍ تر نیمایي پورې به روان وي.

د کالیفورنیا د اور وژنې ادارې راپور ورکړی، چې په هرسټ، پالیساډس، ایټون او کنټ سیمو کې اورلګېدنې شاوخوا ۱۶۰ مربع کیلومټره ساحه ورانه کړې ده.

د اور لګېدو لامل تر اوسه معلوم ندی؛ خو لومړني اټکلونه ښيي، چې دا به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو زیانمنه اورلګېدنه وي.

د اکیو ویډر شرکت لومړنی څېړنې د دې اورلګېدنې له کبله اقتصادي زیان او زیانونه له ۱۳۵ څخه تر ۱۵۰ میلیارډ ډالرو پورې اټکلوي.

د اور لمبو د لاس انجلس څو ګڼ‌مېشتې سیمې لکه پاسیفیک پالیساډس او الټاډینا ګواښلي او ویجاړې کړې دي.

شاوخوا ۱۵۰ زره خلک له سیمې ایستل شوي او له ۷۰۰ څخه زیاتو کسانو ته په ۹ مرکزونو کې پناه ورکړ شوې ده.

د کالیفورنیا د اور وژنې څانګې راپور ورکړی، چې د یکشنبې تر ورځې پورې په پالیساډس کې اور ۱۱ سلنه او په ایټون کې ۲۷ سلنه کنټرول شوی دی.

دغه راز د یکشنبې تر سهار پورې په کالیفورنیا کې نږدې ۷۰ زره پېرودونکي له برښنا څخه بې برخې ول، چې له نیمایي ډېر یې د لاس انجلس دي.

چارواکو په ټوله سیمه کې د فاضله اوبو، اوبو او برښنا بنسټونو ته د پام وړ زیان راپور ورکړی دی.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړ، چې د سانټا آنا ځواکمن بادونه ښایي ډېر ژر بېرته راوګرځي او د چارشنبې پر ورځ یې د ځنګل د اور سخت خبرداری ورکړ.

که څه هم اورلګېدنې په لاس انجلس کې یو شمېر مشهورې ودانۍ او د فلمونو د جوړولو ځایونه په اور کې سوځولي دي؛ خو د عبادت څو ځایونه هم سوځېدلي، چې په کې یو جومات، یوه کنیسه، یوه د کاتولیکو کلیسا او شاوخوا دولس پروټسټانټ کلیساګانې هم سوځېدلي دي.

د کالیفورنیا د پوهنې وزارت د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په لاس انجلس، سان برنارډینو، ریورسایډ، وینټورا او سان ډیاګو ښارونو کې ۳۳۵ ښوونځي تړل شوي او احتمال لري، چې د دوشنبې پر ورځ هم تړلي پاتې شي.

دغه راز د لاس انجلس والي کارن باس د مدیریتي مشرتابه د ناکامیو له کبله د مخ پر زیاتېدونکو نیوکو سره مخ شوی دی.

د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسام د جمعې پر ورځ د ایالت چارواکو ته امر وشو، چې د ۴۴۰ میلیون لیتري اوبو ټانکر د خرابۍ په اړه تحقیقات وکړي، چې په پایله کې یې په لاس انجلس کې د اور وژنې په څو ځایونو کې د اوبو کمښت رامنځته شو.

د لاس انجلس د اور وژنې رییس کریسټین کرولي ویلي، چې د ښار مشرانو د اور وژنې وسایلو لپاره د کافي فنډونو پر نه ورکولو د هغه څانګه کمزورې کړې ده او د اوبو پر کمښت یې نیوکه وکړه.

Trending

Exit mobile version