نړۍ
د امریکا په یوه ښوونځي کې یوه وسلوال ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د امریکا د میشیګان ایالت په یوه ښوونځي کې یوه ۱۵ کلن هلک خپل درې ټولګيوال وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.
دغه تنکی خوان زدکوونکی، چې د پولیسو لخوا نیول شوی؛ د خپل پلار پر تومانچې یې ډزې کړي، چې څو ورځې مخکې بېرل شوې ده.
پولیس وايي، چې د دغه نه بښونکې کړنې انګېزه تر څېړنو لاندې ده.
د پولیسو د څرګندونې له مخې؛ له ډزو څو دقیقې وروسته بریدګر هلک نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي، خو تورن تر اوسه پولیسو ته څه ندي ویلي.
چارواکو ویلي؛ په پېښه کې درې زدکوونکي؛ یو ۱۶ کلن هلک او دوه ۱۴ او ۱۷ کلنې نجونې وژل شوي دي.
دغه راز په ډزو کې اووه زدکوونکي، چې د دوه هغو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ او یو ښوونکی هم لږ څه پر ډزو ټپي شوی دی.
