تازه خبرونه

د امنیتي ګواښونو له کبله ۵۰ خبریالان له افغانستان وتلي دي

Published

on

 د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټونو ویلي؛ له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا په بلخ، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو حضور نوي سلنه لږ شوی، کورنۍ یې هم له ګواښ سره مخ دي او د امنیتي ګواښونو له کبله ۵۰ خبریالان له افغانستان وتلي دي.

په هېواد کې  ۱۳۹۹ لمریز هجري کال افغان خبریالانو ته خونړی و او په دې اړه د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ ویلي، چې په دې کال کې د ۱۱ خبریالانو له وژل کېدو وروسته په وروستیو اوونیو کې پنځوس خبریالان له هېواده وتلي دي.

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ اجرائیه مشر مجیب خلوتګر ټینګار کوي، چې د خبریالانو دوسیو ته د حکومت بې پامي، پر نورو مسایلو تمرکز او روانو هدفي وژنو خبریالان اندېښمن کړي دي. 

د دې بنسټ ارزونو وښوده، چې په وروستیو دوه اوونیو کې د کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو نوي سلنه ښځینه خبریالانو دندې پرېښي دي.

نی څرګندوي، چې په وروستیو دوه اوونیو کې د خبریالانو پر کورنیو درې بریدونه شوي، چې څو کسانو ته یې مرګ و ژوبله هم اړولې ده.

د ملي تلویزیون ویانده  خدیجه نومې ویلي، چې څو ځله له دې ګواښونو سره مخ شوې؛ خو دا ګواښونه یې جدي ندي نیولي او د خبریالۍ دنده یې روانه ساتلې ده.

د چارشنبې پر ورځ د افغانستان د خبریالانو مرکز او څلوېښت مدافع بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې امنیت شورا ته د خبریالانو پر موخه ییزو وژڼو اندېښنه ښودلې. د دې لیک لاسلیک کوونکیو د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د امنیت شورا څخه د عملي کړنو غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version