تازه خبرونه
د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ردوو – ذبیحالله مجاهد
ذبیحالله مجاهد آریانا نیوز ته په یوه پیغام کې ویلي، افغانستان د هیڅ بهرنۍ ډلې کوربه نهد دی او په دې راپور کې یادې شوې ډلې له افغانستان سره تړاو نهلري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې هغه راپور رد کړ، چې په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون او فعالیت په اړه دی.
ذبیحالله مجاهد آریانا نیوز ته په یوه پیغام کې ویلي، افغانستان د هیڅ بهرنۍ ډلې کوربه نهد دی او په دې راپور کې یادې شوې ډلې له افغانستان سره تړاو نهلري.
هغه د تحریک طالبان پاکستان په اړه ویلي، چې دغه ډله په پاکستان کې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې القاعده هم په سیمه کې شتون نهلري او په افغانستان کې «بیخي نشته».
مجاهد همداراز ټینګار کړی، چې جنبش ترکستان شرقي ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نهورکول کېږي او دغه ډله په هېواد کې فعالیت نهشي کولی.
د اسلامي امارت ویاند د داعش په اړه ویلي، چې دغه ډله په عملي توګه له اسلامي امارت سره په جګړه کې ده؛ نو په افغانستان کې د دې ډلې د شتون او فعالیت ادعا هم ناسمه ده.
مجاهد زیاته کړې؛ د ده په باور، دا ادعاوې هغه استخباراتي کړۍ مطرح کوي، چې غواړي سیمه ناامنه کړي.
نوموړي نیوکه کړې، چې د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې هم پر دغو معلوماتو باور کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې په خپل راپور کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له کبله د رامنځته کېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.