تازه خبرونه
د انترنېټي کڅوړو او تیلیفوني اړیکو په بیو کې د پام وړ ټیټوالی راغلی – اترا
د اترا ادارې مسووولینو ويلي؛ په هېواد کې د انترنیټ کڅوړو او تیلیفوني اړیکو په بیو کې له ۴۰ تر ۵۰ په سلو کې ټیټوالی راغلی دی.
د اترا ادارې ویاند جلال شمس ويلي؛ د لومړي ځل لپاره په ټول هېواد کې د انترنیټ پیکجونو او تیلیفوني اړیکو په خدماتو کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی .
هغه زیاته کړې؛ پخوا د يو جي بي انترنیت بيه ٢٥٠ افغانۍ وه؛ خو اوس يې بيه ١١٠ افغانۍ ټاکل شوې او له يوې شبکې څخه بلې شبکې ته د تیليفون بيه، چې پخوا به په يوه دقيقه کې ٣ افغانۍ وه، اوس یو اعشاریه ۸۵ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
همدارنګه د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ مخابراتي پوښښ د پخوا پر پرتله زیات شوی او په لریو پرتو سیمو کې مخابراتي خدمات پراخ شوي دي.
دغه راز د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ دې ادارې په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې یو اعشاریه دوه میلیارد افغانۍ عاید ترلاسه کړی.
په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر اوسیدونکي له حکومت او مخابراتي شرکتونو غواړي، چې د انترنیتي بستو او تیلیفوني اړیکو نرخونو پر ټیټوالي سربېره کیفیت ته هم پاملرنه وکړي.
په ټول هېواد کې پېنځه مخابراتي شرکتونه مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي، چې افغان بیسیم مخابراتي شبکه یې یوه له مهمو مخابراتي شبکو څخه شمېرل کیږي، چې په هیواد کې ترټولو پراخ پوښښ لري.
