سیمه ییز خبرونه

د انقرې پر هوايي چلند او فضايي صنایعو د برید له کبله ۲۷ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ترکیې ګارواکو ویلي؛ په دې وسلوال برید کې دوه برید ګر وژل شوي او څرګندوي، چې د دې برید د ۳ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ (د لړم دوه‌یمه) د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو( توساش ) پر ودانۍ وسلوال برید د ۵ کسانو پر وژلو او د ۲۲ نورو پر ټپي کېدو پای ته رسېدلی دی.

د ترکیې ګارواکو ویلي؛ په دې وسلوال برید کې دوه برید ګر وژل شوي او څرګندوي، چې د دې برید د ۳ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

ترکي رسنیو له دې مخکې خبر ورکړی و، چې په انقره کې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعت په مرکزي دفتر کې یوه زوروره چاودنه شوې ده.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، درې بریدګرو یو ټکسي چلوونکی وژلی؛ موټر یې غلا او په انقره کې یې د ترکیې د پوځي صنعت ستراتیژیک شرکت ته ورغلل.

یوه بریدګر د ترکیې د هوايي چلند او دفاعي صنایعو د شرکت په دروازه کې ځانمرګی برید ترسره کړ او نورو بریدګرو ته یې ودانۍ ته د ننوتو فرصت برابر کړ او د شرکت په ودانۍ کې دننه جګړه پیل شوه.

خپاره شوي انځورونه لږ تر لږه درې وسلوال بریدګر ښیي، چې یوه یې ښځه وه له چاودنې مخکې د شرکت په دروازه کې ډزې کوي.

توساش شرکت د ډرون، پوځي او ملکي الوتکو او نورو دفاعي محصولاتو د ډیزاین او جوړولو په برخه کې فعالیت کوي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی ندی.

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته د بريكس د سرمشريزې په څنډه كې له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره د ليدنې پر مهال له دې برید په اړه معلومات وركړ شول او دا يې په کلکه وغانده.

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د اردوغان او پوتین تر منځ د لیدنې له پای ته رسېدو څو دقیقې وروسته د ناټو عمومي منشي مارک روټ د ترکیې له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

سره له دې، چې تر اوسه د چاودنې او ډزو لامل معلوم ندی؛ خو ځینو رسنیو لیکلي، چې د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنایعو په مرکز کې ځانمرګی برید شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د هوايي صنايعو پر شرکت “توساش” د یو شمېر وسلوالو پر برید ، مرگ او ژوبله خپله خواشیني څرګنده کړې ده. د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یاد برید د غندنې ترڅنګ د ترکیې دولت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته د دې غمجنې پېښې په اړه د خواشینۍ امراتب وړاندي کوي او هیله څرگندوي، چې د ترکیې قدرمن ولس او دولت له ورته دردمنو پېښو سره بیا مخ نشي. ویل کیږي، چې په دې وسلوال برید کې ، چې تېره ورځ رامنځته شوي ۵ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version