تازه خبرونه

د انډونیزیا په پلازمېنه کې د یوه افغان کډوال مړی وموندل شو

د اندونيزيا پوليسو ويلي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

Published

on

د اندونیزیا رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په پلازمېنه کې د یوه افغان کډوال مړی موندل شوی دی.

د جاکارتا ګلوب ورځپاڼې د پولیسو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر سهار د اورګاډي په یوه تم ځای کې ۳۶ کلن محمد یاسین نظري له یوه لوړ ځای څخه ټوپ کړی دی.

د دې پېښې په پایله کې یې پر مخ ټپي او مړ شوی دی. د هغه مړی د نورو کتنو لپاره روغتون ته وړل شوی دی.

د اندونيزيا پوليسو ويلي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

ویل کیږي، چې ملګرو ملتونو په اندونیزیا کې د مېشتو افغان کډوالو د پناه غوښتنې؛ غوښتنې له پامه غورځولي او هغو په پرله‌پسې توګه په بېلابېلو بڼو پر اعتراضونه لاس پورې کړی دی.

Trending

Exit mobile version