تازه خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو مخینې ته په نغوته(اشاره ) کې د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ وستایلې او د ټاپ پروژې د عملي چارو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ .

Published

on

د اوبو او انرژي وزارت چارسمبالي( سرپرست) عبداللطیف منصور په کابل کې د دغه وزارت د یو شمېر ریيسانو په شتون کې  د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره وکتل .

د اوبو او انرژي وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو مخینې ته په نغوته(اشاره ) کې د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ وستایلې او د ټاپ پروژې د عملي چارو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ .

دغه راز د ترکمنستان سفیر د ټاپ پروژې چارو او نورو همغږیو ته په نغوته کې د دغې پروژې د لارې د نقشې د شریکولو غوښتنه هم وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت چارسمبالي د ترکمنستان هېواد سفیر ته ډاډ ورکړ، چې د دغې پروژې د لارې نقشه د دې وزارت له لوري وروستۍ شوې او ډېر ژر به له ترکمنستان هېواد سره شریکه شي.

ویل کیږي، چې د دې لیدنې په پای کې د دغې پروژې د چارو د چټکتیا لپاره د دواړو لورو د تخنیکي ډلو ترمنځ پر لیکه( انلاین) د غونډو پر ترسره کولو ټینګار وشو.

Trending

Exit mobile version