Connect with us

تازه خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر وکړ

دا کنفرانس به “د دوامداره انرژۍ لپاره سیمه‌ییزه همکاري” تر سرلیک لاندې د می له دیارلسمې څخه تر پېنځلسمې پورې ترسره شي.

خپور شوی

د

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالی عبداللطیف منصور د اسلامي امارت د پلاوي پر مشرۍ د انرژۍ په پېنځمه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی دی.

دا کنفرانس به “د دوامداره انرژۍ لپاره سیمه‌ییزه همکاري” تر سرلیک لاندې د می له دیارلسمې څخه تر پېنځلسمې پورې ترسره شي.

د دې کنفرانس موخه د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا، د انرژۍ په ګډو پروژو کې د پانګونې راجلبول، د تجربو تبادله او د شنې ټکنالوژۍ وده ده.

تمه ده، چې د دې کنفرانس په لړ کې عبداللطیف منصور د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ پراخولو، بهرنۍ پانګونې راجلبولو او د انرژۍ سرچینو مدیریت په برخه کې د بریالیو نړیوالو تجربو پر کارولو ټینګار وکړي.

په دې نړیواله غونډه کې د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیې او همدارنګه د نړیوالې اټومي انرژۍ بنسټونه او نړیوال بانک په څېر ادارو استازي هم برخه  ولري.

تازه خبرونه

افغانستان د ایراني حاجیانو لپاره د ویزې معافیت اعلان کړ

د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې نن (پنجشنبه د غبرګولي نهه‌ویشتمه) ترسره شوه؛ امیر خان متقي ویلي، چې د هرات ولایت اړوند ادارو ته لارښوونه شوې، چې د حاجیانو د خوندي لېږد لپاره ټولې اړینې هڅې تر سره کړي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په کابل کې د ایران سفارت له چارسمبالي علي رضا بیګدلي سره په لیدنه کې ایرانی حاجیان ته، چې د افغانستان له خاورې څخه خپل هېواد ته ستنیږي د یوې میاشتې لپاره د ویزې معافیت اعلان کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې نن (پنجشنبه د غبرګولي نهه‌ویشتمه) ترسره شوه؛ امیر خان متقي ویلي، چې د هرات ولایت اړوند ادارو ته لارښوونه شوې، چې د حاجیانو د خوندي لېږد لپاره ټولې اړینې هڅې تر سره کړي.

د سیمې وضعیت ته له نغوتې( اشارې ) سره هغه پر ​​ایران د اسرائیلو بریدونه هم وغندل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان خلک د ایران له ملت سره ولاړ دي.

امیرخان متقي ټینګار کړی، چې دا بریدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

دغه راز په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د اسلامي امارت له ویزې او چمتو شویو آسانتیاوو څخه د معافیت له پرېکړې ستاینه وکړه او دا یې د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو لپاره د ستاینې وړ ګام وباله.

هغه هیله وښوده، چې د حاجیانو لېږد به بریالی تر سره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین او افغانستان د ګډو ګټو لپاره متقابل عمل ته اړتیا لري – عبدالسلام حنفي

په دې غونډو کې، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم وردک هم په کې ګډون درلود؛ د افغانستان او چین ترمنځ په بېلابېلو اړخونو کې د ګټو لپاره د متقابل عمل پر اړتیا ټینګار وشو.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چین ته په خپل سفر کې د هغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو او یو شمېر پانګوالو سره ولیدل او پر دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.

په دې غونډو کې، چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم وردک هم په کې ګډون درلود؛ د افغانستان او چین ترمنځ په بېلابېلو اړخونو کې د ګټو لپاره د متقابل عمل پر اړتیا ټینګار وشو.

د اسلامي امارت اداري مرستیال د “یو کمربند او یوې لارې” لویې پروژې د ملاتړ تر څنګ هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري به په بېلابېلو برخو کې پیاوړې او پراخه شي.

له بلې خوا د چین د ملي کانګرس د دایمي کمیټې مرستیال وانګ دونګ مینګ هم په خپله وینا کې وویل، چې چین او افغانستان د دوه نږدې ګاونډیانو په توګه په خپلو اړیکو کې هیڅ راز ستونزه نلري او ټینګار یې وکړ، چې همکاري باید د ګډو ګټو پر بنسټ پیاوړې شي.

هغه زیاته کړې، چې د چین- جنوبي آسیا د نندارتون پرانیستل به د افغانستان لپاره نوي اقتصادي فرصتونه برابر کړي.

په همدې حال کې چینایي پانګوالو د اسلامي امارت له پلاوي سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا وښوده او له اسلامي امارت څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د هېواد ادارې مرستیال په افغانستان کې د پانګونې پراخو فرصتونو ته په نغوته کې ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو، په ځانګړي توګه چین ته د هر راز همکارۍ او د اړینو شرایطو برابرولو لپاره چمتوالی لري.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان وضعیت اوس هم د اندېښنې وړ دی – پوتین

د تاس خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پوتین د ځینو خبري سرچینو له مشرانو سره په ناسته کې ویلي، چې روسیه او قزاقستان د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د غړو په توګه په سیمه کې د امنیت د ډاډمنولو لپاره همکاري کوي.

Published

on

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ويلي، چې د افغانستان وضعیت د سیمې د هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دی.

د تاس خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پوتین د ځینو خبري سرچینو له مشرانو سره په ناسته کې ویلي، چې روسیه او قزاقستان د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې د غړو په توګه په سیمه کې د امنیت د ډاډمنولو لپاره همکاري کوي.

د روسیې ولسمشر زیاته کړې؛ ډېری عوامل شته، چې د اندېښنې لامل کیږي. د ” بېلګې په توګه د افغانستان وضعیت.”

هغه وایي: “قزاقستان ګډه پوله نلري؛ خو هو! [په سیمه کې] نور هېوادونه ګډې پولې لري.”

روسي چارواکو تل د افغانستان له خاورې څخه د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

اسلامي امارت تل دا اندېښنې بې بنسټه بللي او ټینګار کوي؛ اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!